1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بیزو د سلفي پر سر جنجال پای ته ورسېد

۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

که یوه بیزو یو سلفي (خپل انځور) واخلي، نو څوک یې د خپرولو حق لري؟ د څارویو د حقونو مدافع سازمان پیتا او د څارویو انځورګر دیوید جې سلاتر، اوس توافق کړی چې د دې انځور پر سر جنجال پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2jlSV
Indonesien | Affen Selfie - PETA-Gerichtsprozess gegen David Slater
انځور: D. Slater/Court exhibit provided by PETA via AP

د پیتا او سلاتر وکیلانو د امریکا متحدو ایالاتو په سنفرانسسکو کې له یوې محکمې غوښتي دي چې د بیزو د سلفي پر سر دوسیه وتړي ځکه هغوی د دوشنبې په ورځ سره توافق ته رسیدلي دي.

Indonesien Affe Selfie Gerichtsprozess David Slater
انځور: picture alliance/Photoshot/D. Slater

د دواړو اړخونو تر منځ حقوقي دعوا په ۲۰۱۱م کال کې د ناروتو بیزو له خوا د اخیستل شویو انځورونو پر سر ده. دغې بیزو د سلاتر له خوا یوه نصب شوې کمره موندلې وه او بیا یې پکې خپل څو انځورونه اخیستي وو چې ډیر مشهوره شول.

دوه کاله مخکې د پیتا وکیلانو پر سلاتر باندي عریضه وکړه او په محکمه کې یې استدلال وکړ چې دغه انځورګر د دې حق نه لري چې د بیزو د کار په پایله کې له رامنځ ته شویو انځورونو ګټه واخلي. د څارویو د حقونو دغه مدافع بنسټ ټینګار کړی وو چې ناروتو د بل هر چا په څیر د دې حق لري چې د خپل کار ګټه ترلاسه کړي.

خو اوس پیتا او سلاتر سره توافق ته رسیدلي دي او نور په محکمه کې دعوا نه کوي. د توافق له مخې سلاتر په راتلونکې کې له دې انځور څخه د ترلاسه شویو پیسو ۲۵ سلنه داسې مرستندویه سازمانونو ته ورکوي چې د بیزوګانو ساتنه کوي.

د سلاتر او پیتا له خوا په یوې ګډې بیانیه کې راغلي دي: «پیتا او دیوید سلاتر پر دې سره موافق دي چې دغه قضیه مهمې او اړینې موضوعګانې رابرسیره کوي چې د داسې حیواناتو حقونه پراخوي چې انسانان نه دي. دواړه اړخونه د دغه هدف ملاتړ کوي او دواړه به یې د ترلاسه کولو له پاره خپل کار ته دوام ورکړي.»

زموږ له ارشیف څخه: