1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بېنظيري هرکلی په بريد ونو باندي وسوو.

۱۳۸۶ مهر ۲۷, جمعه

په پاکستان کي د هغه هيواد د پخوانۍ لومړۍ وزيری بېنظير بوتو پر کاروان باندي د لاسي بم او ځانمرگي بريد په ترځ کي شاوخوا 130 وژل سوي او تر 200 نور ډ ير ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/DKCp
تيره شپه په کراچي کي د بېنظيري د موټرو پرکاروان په بريد ونو کي د ويني ولې وبهيدې.
تيره شپه په کراچي کي د بېنظيري د موټرو پرکاروان په بريد ونو کي د ويني ولې وبهيدې.انځور: AP
له اتو کالو جلا وطنۍ وروسته تيره شپه د کراچي په ښار کي د بېنظيري هرکلی په بريد ونو سره وسوو .
په پېښو کي پخپله پخوانۍ لومړۍ وزيري ته کوم زيان نه دی رسېد لی. څنگه چي په خبر کي ويل سوي په لومړي سر کي پرهغه موټر باندی چي د مېرمن بوتو د بد رگې له پاره راغلی و د يوه لاسي بم حمله وسوه چي وروسته بيايوه ځان مرگی خپل ځان هوا ته والوزوی او د وينو ولې يي وبهيولې.
داچي په دې پيښو کي د چالاس دي تر اوسه پوري څرگنده نه ده . خو مخکي داسي گواښونه سوي وه چي د بېنظيري په راستنيد وسره به يي په بريد ونو هرکلی وسي.