1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي ۱۸ تنه وژل سوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي د وزيرستان په قبايلي سيمه کي د دوشنبي په ورځ د بې پيلوټه الوتکو په درو جلا جلا بريدونو کي 18 تنه وژل سوي دي. په تيرو څو ورځو کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو زور اخستی.

https://p.dw.com/p/11VHW
امريکايي بې پيلوټه الوتکي
امريکايي بې پيلوټه الوتکيانځور: picture alliance/dpa

د تيري جمعې په ورځ د القاعدي يو مهم غړي الياس کشميري هم په ورته يو بريد کي ووژل سو.

د امريکا متحده ايالاتو دغه قبايلي سيمه د ځمکي پر سر د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای نومولي او هغه يي د القاعدي او طالب جنگياليو پوخ سنګر بللی.

د چارواکو په خبره لومړي بريد سهار وختي د وانا څخه 10 کلوميتره ليري د شلام رګزي په سيمه کي رامنځ ته سوی چي 6 تنه پکښي وژل سوي دي.

دوهم بريد هم د وانا په شمال لويديځ کي د چه دانې په سيمي کي رامنځ ته سوی، چي 8 تنه پکښي وژل سوي دي. دريم بريد د وزيرستان پولي ته څيرمه د بري نشتار په سيمه کي د جنګيالو يو موټر په نښه سوی چي 3 تنه پکښي وژل سوي دي.

پاکستاني چارواکي خبردار ورکړي چي کيدای سي د مرګ ژوبلي کچه تر دي هم لوړه سي. د دوشنبې د ورځي د بريدونو په پايله کي تراوسه پوري د 18 تنو د وژل کيدو خبر ورکړل سوی دی.

په بمبارد سويو ځايونو کي يو ځايي د يوي مدرسې څنګ ته يو کور هم تر بريد لاندي راغلی. دغه ځايي د غوا خوا ته څيرمه پروت دي چيري چي الياس کشميري هم په يو بريد کي وژل سوی وو. د الياس کشميري د مړيني په سر د امريکا متحده ايالاتو د 5 مليونو ډالرو انعام ايښی و.

د پاکستان پارلمان د امريکا څخه غوښتي وو چي دوی دي په پاکستان کي د بي پيلوټه الوتکو بريدونو ته د پای ټکي کښيږدي او داسي عمليات دي بيا تکرار نکړي، لکه اسامه بن لادن چي پکښي وژل سوی ؤ.

خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اباما ويلي چي، دوی د داسي عملياتو حق د ځانه سره خوندي ساتي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل