د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ۲۱ کسان وژل سوي
۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبهدغه دوه بريدونه ميران شاه ته څيرمه پر يوې نقليه وسيلې او يو پټنځای سوی دی. په لومړي سر کي د پاکستان امنيتي چارواکو د ۷ کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی و.
په پيښور کي يو امنيتي چارواکي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي، چي: « وژل سوې کسان په حقاني شبکې پوري اړه لري.»
پيښه پر ځایی وخت د شپې پر ۲ بجې رامنځته سوې ده. واشنگټن د پاکستان قبايلي سیمه په نړۍ کي د القاعدې شبکې مرکز بللی او کله نا کله پر دې سيمه باندي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تر سره کيږي.
د پيښي په اړه امريکايي چارواکو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
واشنگټن د تروريز په وړاندي مبارزه کي د بې پيلوټه الوتکو ماموريت ډير گټمن بولي.
د حقاني شبکه چي ويل کيږي د افغانستان په ختيځ کي د امريکا سرسخت دښمن دی د جلال الدين حقاني لخوا تاسيس سوې او اوس د هغه د زوی، سراج حقاني لخوا رهبري کيږي.
واشنگټن څو واري د پاکستان څخه غوښتي چي د هغه هيواد په قبايلي سيمه کي د حقابي شبکې پر ضد پوځي عمليات تر سره کړي.
خو پاکستان تر اوسه پوري د امريکا دې غوښتنو ته جواب نه دی ويلي.
وروسته له هغه چي اسلام اباد ته څيرمه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل سو د پاکستان او امريکا اړيکي سختي زيانمني سوې.
امريکا پر پاکستان باندي په ملياردو ډالره پوځي مرستي وځنډولې او پاکستان بيا په خپله خاوره کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د يو تم ځای د تړلو خبر ورکړی.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم