1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوتکې برید اته تنه شکمن یاغیان وژلي دي

۱۳۹۱ دی ۱۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17Fwq

دوو تنو پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د دې هیواد په شمال لویدیځه برخه کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوی دی. د دغو چارواکو په حواله په دې بریدونو کې اته تنه شکمن یاغیان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو زیاته کړې ده چې دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې شوي دي. دغه سیمه د افغانستان پولې ته نزدې پرته ده.

ویل کیږي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د القاعدې یو تن غړی هم شامل دی. د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وخت نا وخت ملکي وګړي هم وژل کیږي. پاکستان دغه ډول بریدونه پر خپل ارضي تمامیت باندې تیری بولي، خو امریکا ادعا کوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هیواد په مبارزه کې تر ټولو کامیاب عملیات دي.