1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تابعيت قانون پر سر د نصيرالدين شاه او انوپم کهير لفظې شخړه

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

په هندوستان کې د تابعيت پر قانون د عامو خلکو د پراخو اعتراضونو تر څنګ اوس د باليووډ سينما اداکارانو، نصيرالدين شاه او انوپم کهير هم يو پر بل لفظي ګوزارونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Wlfs
Indien Film Kino Dedh Ishiya Regisseur Naseeruddin Shah
نصیرالدين شاهانځور: DW/S. Waheed

د باليووډ دغه دوه فلمي ستوري په «A Wednesday» فلم کې له يو بل سره بحث کوي، خو اوس داسې معلوميږي چې د دوی بحثونه يوازې د فلم په صحنې پوري محدود نه، بلکې کله کله يې په سياسي ډګر کې هم کوي. د هندوستان د تابعيت د نوي قانون پر وړاندې په ټول هندوستان کې اعتراضونه وشول او اوس يې په باليووډ کې هم په اړه اختلافات راڅرګنديږي.

يوې ويب پاڼې په دې اړه له نصيرالدين شاه څخه د هغه نظر غوښتی چې هغه يې په ځواب کې ويلي، له دا ډول قوانينو سره مخالفت کوونکي خلک لږ وي. هغه زیاتوي: «د انوپم کهير په څير کسان، پرانيستې خبرې کوي. ماته معلومه نه وه چې هغه نصحیت کولو ته ډيره زياته اړتیا لري. هغه يو مسخره دی. په اف. ټي. آی (د فلم او تلويزيون انستيتيوټ) او په ان. اس. ډي (د ډرامو ملي ښوونځي) کې د هغه همزولي د هغه له رواني فطرت څخه ډير ښه خبر دي. دا د هغه په وينه کې ده چې هيچا سره مرسته نه شي کولی.»

نصيرالدين شاه: زه پر ټويټر نه يم

نصيرالدين شاه ويلي دي، کوم کسان چې د هغه پر ضد خبرې کوي تر ډيره پر ټويټر باندې وي خو دی په خپله په ټوټير کې نه وي.

کوم څه چې روښانه دي دا دي چې انوپم کهير د تابعيت نوي قانون ملاتړ کوي او په دې تړاو يې د اعتراض کوونکو په غبرګون کې ډير ټويټونه هم کړي دي. 

د هندوستان په مظاهرو کې ۱۶ کسان وژل شوي او مظاهرې لا هم ادامه لري

انوپم کهير: ستا خبري جدي نه نيسم

انوپم کهير په دې ورځو کې د خپلې شو «نيو امستردام» پر جوړولو بوخت دی. هغه د نصيرالدين شاه پر څرګندونو غبرګون ښودلی او له امستردام څخه يې په يوه ويډيو کې خپل دريځ څرګند کړی دی: «د نصيرالدين شاه له پاره زما د مينې ډګ پيغام: هغه له ما نه هم په عمر او هم په تجربه کې مشر دی. ما تل د هغه د هنر درناوی کړی او کوم يې، خو کله کله ځینو خبرو ته ځواب ورکول ضرور وي.»  

Indien Bollywood Schauspieler Anupam Kher
انوپم کهيرانځور: Getty Images for Doha Film Institute

هغه زياتوي: «زه تا او ستا خبرې ډيرې جدي نه نيسم. که څه هم ما هيڅکله ستا سره بدي نه ده کړې او بدې خبرې مې درته نه دي کړي، خو اوس غواړم ووايم چې تاسو له دومره برياوو سره سره، خپل ژوند په ناهيلۍ کې تيروئ. که تاسو د دليپ کمار، اميتاب بهچن، شارخ خان، راجيش کهنه او ويرات کوهلي پسې خبرې کوئ، نو ماته دا باور پيدا کيږي چې زه په ښه وضعيت کې یم...»

انوپم کهير د خپلو خبرو په يوه برخه کې نصيرالدين شاه ته په خطاب کې وايي: «زما په وينه کې هندوستان دی. ژوندی اوسئ!»

پخوانۍ لفظي شخړې

په هند کې د تابعيت نوي قانون پر ضد پراخې مظاهرې او اعتراضونه

دا لومړی ځل نه دی چې د نصيرالدين شاه او انوپم کهير په خپلو کې لفظي شخړه کوي. انوپم کهير تر دې مخکې هم د تاوتريخوالو د ډيريدو او د ماشومانو د امنيتي انديښنو په تړاو د نصيرالدين شاه پر څرګندونو نيوکې کړې دي.

تر دې وړاندې کله چې انوپم کهير د کشميري پنډټانو ته د پناه ورکړې غږ پورته کړی وو، نصيرالدين شاه يې په وراندې په يوه طنزي ځواب کې ويلي وو: «يو څوک چې تر اوسه يې کشمير نه دی لیدلی، نن د کشميريانو له پاره مبارزه کوي. دا خو يو مهاجر وخوت.»

پر نريندا مودي د نصيرالدين شاه نیوکه

نصيرالدين شاه دغه راز د جواهر لعل نهرو او د ملیه اسلاميه پوهنتونو پر محصيلونو باندې حملې هم غندلې وې. هغه په خپلو خبرو کې صدراعظم نريندا مودي ته په خطاب کې ويلي وو: «زما په فکر دوی نه پوهيږي چې محصلان څوک وي... صدراعظم د  محصلانو پر وړاندې هيڅ همدردي او رحم نه لري او دا د حیرانتیا خبره نه ده.»

نصيرالدين شاه په دې اړه په يوه ويډيو کې وايي: «هغه صدراعظمۍ ته تر رسیدو مخکې هيڅکله هم زده کړې نه دي کړي، نو بيا تاسو له هغه څخه د محصلانو سره د همدردۍ کولو څه تمه کوئ.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل