1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجکستان د زندان څخه تښتېدلي بنديان په افغانستان کي ونيول سول

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

د تاجکستان امنيتي ځواکونو تايد کړې ده چي په افغانستان کي يې د هغي ډلي له مجلې څخه چي د اگست په مياشت کي د هغه هيواد دملي امنيت د زندان څخه تښتېدلي ول ۷ تنه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/QgG5
انځور: DW/Bukharizade

په دوشنبې کي د اجتماعي اړيکو ادارې ويلي دي چي د اگست د پيښي چي د ملي امنیت د زندان څخه تر ۲۰ ډير کسان وتښتېدل ۷ تنه يې اوس په افغانستان کي نيول سوي دي.

تيره شپه داسي راپورونه خپاره سول چي اته تنه مجرمین نيول سوي دي خو وروسته بيا څرگنده سوه چي يو تن نيول سوی مجريم نه، بلکي عام وگړی و.

ددغي ادارې په خبرپاڼه کي راغلي دي چي مجرمين د افغان او تاجکي ځواکونو په گډو عملياتو کي د افغانستان په شمال تخار ولايت کي نيول سوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د پنځو تنو هويت معلوم سوی چي د هغوی څخه درې تنه يې افغانان او دوه تنه يې تاجکان دي.

د تاجکستان د اجتماعي اړيکو ادارې ويلي دي چي «د هغه هيواد حقوقي ادارې اوس په دې لټه کي دي تر څو اسناد برابر کړي چي نيول سوي مجرمين تاجکستان ته ور وغواړي.»

تر دې دمخه ددغې ادارې چارواکو د تاجکستان د کورنيو چارو په وزارت کي د انترفکس آژانس د خبريال سره په خبرو کي ددې څخه ډه ډه ونه کړه چي:

«په دغو کسانو کي کيدای سي هغه څوک شامل وي چي د ډسمبر په مياشت کي يې د تاجکستان په جنوب کي د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان د کورنيوچارو وزارت او ملي امنيت د افسرانو او د هغه د موټر چلونکي په وژلو کي لاس ولري.»

د اگست د مياشتي پر ۲۳ نېټه د تاجکستان د ملي امنيت د زندان څخه ۲۵ تنه مجرمین په تښته بريالي سول چي په هغو کي د افغانستان، تاجکستان او ازبکستان وگړي شامل ول.

د تښتېدلو کسانو له ډلي څخه تر اوسه پوري درې تنه وژل سوي او ۷ تنه نيول سوي دي.

د زندان څخه د تښتي پر مهال مجرمینو د زندان پنځه تنه ساتونکي هم وژلي ول.

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل