1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو پر وړاندې د مکرون تند غبرګون

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون په یو تویتري پوست کې د پاریس او فرانسې په نورو برخو کې د مظاهرو د تاوتریخوالي ډک اقدامات شرمونکي بللي دي. تر اوسه پورې په دغو اعتراضونو کې دوه تنه وژل شوي او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/38s5y
Frankreich Proteste der Gelbwesten in Paris
انځور: picture alliance/dpa/MAXPPP/Chibane

د یوې اونۍ راهیسې په پاریس او د فرانسې په نورو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې روانې دي. دغه مظاهرې د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۲۴) خپل اوج ته ورسیدلې. د شنبې ورځې په مظاهرو کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ګډون کړی وو.

ویل کیږي چې په ښي اړخو او چپي غورځنګونو پورې اړوند کسان له تاوتریخوالي په ډکو دغو مظاهرو کې ګډون لري. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستف کاستنر، د دغو اعتراضونو په برخه کې د ملي جبهې د ښې اړخي عوام پال ګوند د مشرې مارين لوپن یادونه کړې.

د مکرون تند غبرګون

د فرانسې ولسمشر د شنبې په ماښام په یو تویتري پوست کې د هغو اعتراض کونکو اقدام چې پر امنیتي ځواکونو برید کوي، شرمونکی وباله. مکرون همدارنګه پر عامو خلکو او خبریالانو حمله وغندله او ټینګار یې وکړ چې د فرانسې په جهموریت کې د زورزیاتي، غیرقانوني اقداماتو او غوسې له پاره ځای نشته.

د شنبې په ورځ په فرانسه کې پراخې مظاهرې خپل اوج ته ورسیدلې. «شپیګل انلاین» آلمانۍ مجلې د دغو اعتراضونو په لړ کې د پاریس په مختلفو برخو کې د اور اچونې له امله د لوګي او لوخړو د پورته کیدو خبر ورکړی دی. اعتراض کونکو د سوپر مارکیټونو هندارې ماتې کړي دي او موټرونو ته یې اور لګولی دی.

Frankreich Proteste der Gelbwesten in Paris
تر اوسه پورې په دغو اعتراضونو کې دوه تنه وژل شوي او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.انځور: Imago/Le Pictorium/J. Mattia

پولیسو د اعتراضونو د کنترول په موخه ډیر شمیر سړکونه تړلي دي. همدرانګه ډیر شمیر مظاهره کونکو هڅه کړې چې خپل ځانونه د الیزې ماڼۍ، چې مکرون په کې اقامت لري، ورسوي. د مظاهره کونکو او هغو امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب په پایله کې چې د الیزې ماڼۍ سړک یې تړلی وو د دوو تنو پولیسو په ګډون یو شمیر مظاهره کونکي ټپیان شوي دي.

پولیسو د راپاریدلو مظاهره کونکو د وېشلو او په شا تمبولو له پاره له اوښکي بهونکي ګاز څخه استفاده کړې. د شنبې ورځې د اعتراضونو په لړ کې د ټپیانو دقیق شمیر نه دی خپور شوی. تر اوسه پورې د رسمي خپرو شویو ارقامو له مخې د دغو مظاهرو په لړ کې تر ۶۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي. ویل شوي دي چې د دغو مظاهرو په لړ کې دوه تنه وژل شوي دي. سربیره پر دې پولیسو په پاریس کې د تاوریخوالي ډکو دغو مظاهرو په ارتباط لږ تر لږه ۱۳۰ تنه نیولي دي.

د اعتراضونو لامل

په ظاهره کې د نفتي توکو او تېلو د بیو لوړیدل او ورځنیو لګښتونو زیاتیدل د مظاهره کونکو د نارضایتۍ او غوسه کیدو سبب شوی دی. ولسمشر امانويل مکرون تیر کال د تجدید وړ انرژۍ د استفادې زیاتولو او د نفتي توکو د کار اخیستنې کمولو ته، د خلکو د هڅونې او تشویق په موخه د فوسیلي انرژۍ پر توکو مالیات لوړ کړل. 

سربیره پر دې حکومت له برقي موټرو څخه د استفادې له پاره ډیر سهولتونه پیشبیني کړې دي. په همدې ارتباط د دغو اصلاحاتو پر ضد د «زیړ واسکټو» غورځنګ په لاره اچول شوی دی. هغه غورځنګ چې د هیڅ یوې ډلې یا سازمان پورې تړلې نه دی او د ټولنیزو شبکو له لارې یې شکل نیولی دی.

دا په داسې حال کې چې ډیري کتونکي په دې باور دي چې په افراطي جریانونو پورې اړوند ځواکونه د هغو له جملې څخه د فرانسې ملي جبهه يا فرون ناسيونال په دغو اعتراضونو کې مهم رول لري.