1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايلند ديموکراسي لا د خطر سره مخا مخ ده

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

په تايلند کي د حکومت مخالف ګوند پارلماني ټاکني وګټلي. د دي هيواد له قدرت څخه برخمن پوځ نتايج په رسميت وپيژندل. خو سره له دي هم په دې هيواد کي ديموکراسي له خطر سره مخامخه ده.

https://p.dw.com/p/11on0
زبيله گولته
زبيله گولتهانځور: DW/B.Frommann

د دويچه ويله د جنوبي آسيا د څانګي مشره زبيله ګولته په يوه تبصره کي ليکي:

تايلند په تيرو کلونو کي د اخ او ډب په ډګر بدل سوی ؤ. دې هيواد چي پر ځان باندي يي د مسکا لقب ايښي دي په نړۍ کي خپلو مينه والو ته هغه يوه څيره ښکاره کړه چي په هغي کي د قدرت پر سر جګړه او سياسي شرارتونه انځور سوي ؤ، هغه شرارتونه چي د دي هيواد پر ټولو ديموکراتيکو تأسيساتو باندي د بطلان کرښه ايستلې وه.

دوو سياسي اړخونو د يو بل پر ضد سنګرونه نيولي ؤ: په يو سنګر کي د ښارونو د شتمنو خلکو له ملاتړ څخه برخه من واکمن ديموکرات ګوند چي پلويانو يي په سموبليکه توګه ژيړ کميسيونه اغوستل او په بل سنګر کي د کليو او باڼدو بې وزلي اوسيدونکي چي هغوی په سره کميسو مشهوره دي، د راپرځول شوي صدراعظم، تاکسين شيناواترا، له ګوند څخه ملاتړ کاوه.

د تايلند دغه «سور کميسه» اکثريت پخوا هم موجود ؤ، خو د مخالف لوري «ژړ کميسو» له لوري په رسميت نه پيژندل کيدل.

ژيړ کميسو چي د «ديموکراسي» مدعيان هم دي، تل دا غوښتل چي د ټاکني قانون دي بدل شي، هغه يو قانون چي د «يو تن او يوه رايي» د اصل پر بنسټ ولاړ دی، يعني هغه څه چي کټ مټ له ديموکراسي سره په ضديت کي دي.

هغوي تر اوسه پوري توانيدلي ؤ چي د پوځ په مرسته پر قدرت پاته سي او د عام ولس له ملاتړ څخه برخه من، خو شخړه ييز مخالفين د اختلاس او ادارې فساد د تورونو په لګولو سره له هيواد څخه بهر وتلو ته مجبوره کړي.

د پوځ له خوا پخواني راپرځول شوي صدراعظم، تاکسين شنياواترا په اوسني وخت کي له خپل هيواد څخه په زر ګونو کيلو متره ليري، په دوبي کي د جلا وطني شپي او ورځي تيروي. د يکشنبي د ورځي د پارلماني ټاکنو د برياليتوب تاج د هغه کوچني خور په سر کيښود، هغه يوه چي نوموړي همدا څه موده مخکي پرته له زيات تملق څخه د خپل «ځان کاپي» ګنلي ده. ډيري نښاني نښاني شته چي وايي، د صحني تر شا د لوبي ټول مزي د هغه په لاس کي دي او هڅه کوي بيرته د تايلند د سياسي ډرامي صحني ته راووزي.

د تايلند په ورستي ځوان تاريخ کي پوځ څو ځلي په کودتا لاس پوري کړ او په دي ډول يي قدرت ته په مشروع توګه د ډيرکيو د رسيدو مخه نيولي ده.

داچي داسي کار به آيا بيا وشي يو ګن شمير پوښتنوپوري تړلي دﺉ: آيا د يکشنبي د ورځي د ټاکنو بريالې، اينګ لک شنياواترا د خپل ورو تاکسين شنياواترا له سيوري ځان ليري کړي او که نوموړﺉ به د خپلي خور له قدرت څخه په استفادي سره بيرته خپل هيواد ته ستون شي او خپلو قيد کړاي شوو شتمنيو ته به لاس پرسي پيدا کړي. آيا د تايلند پوځ رښتيا هم په خپل هيواد کي د ديموکراسي تينګښت غواړي او که د هغو امتيازاتو چي په قوي احتمال له لاسه يي ورکوي، د ساتلو لپاره به خپل ټانکونه بيرته سړکونو ته راوباسي.

له سياسي لحاظه بي تجربه اينګ لک د تايلند په کوچنيو مخالفو ګوندونو کي د ملاتړ په لټه کي ده او غواړي چي له هغو سره په ګډه يو ايتلافي حکومت جوړ کړي. دا د هغي هوښياري ښکاره کوي، ځکه څومره چي د هغي د حکومت قاعده پراخه وي، د هغي په ګته ده.

ځوانه اينګ لک بايد د خلکو هغو خبرو ته خاتمه ورکړي چي ګواکي هغه د تاکسين ګوډاګي ده. هغه بايد د تايلند ديموکراتيک تأسيسات بيرته ورغوي، کوم چي د ژيړ کميسو د حکومت د دسيسو په نتيجه کي ړنګ شوي ؤ. خو د هغي ستونزمنه دنده ښايي دا وي چي د هيواد وسلوال پوځ سياسي ناپليوتوب ته وهڅوي او د سياست لاس برتوب ته غاړه کيږدي.

دا د پوځ د اوسني وضعيت په پام کي نيولو سره يوه سخته او حساسه دنده ده. د صحني تر شا د شخړي اړخونو تر منځ مختلفي اقتصادي ګتي پرتي دي. نوي صدراعظمه د سياسي انډول د چلند له ننګوني سره مخامخه ده. هغه بايد مخالف لوري ته پلمه په لاس ور نه کړي چي له غير ديموکراتيکو لارو هغه له قدرت څخه راوپرځوي.

دا يواځي هغه وخت ممکن دي چي د تايلند د سياسي ګوندونو مشران که په حکومت کي دي او که د اپوزيسيون په څوکيو کي ناست دي د ګوداګيتوب مزي غوڅ کړي او د هغه پر ځاي د خپل اساسي قانون سره سم عمل وکړي. که نه نو بيا به د بنګکاک په سړکونو د ژيړ کميسو او سور کميسو د اخ او ډب ناورين راژوندي شي.

زيبله ګولته / عبدالباري حکيم

کتونکي: نجيب الله زيارمل