1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاپي پروژې کار تر کوم ځايه ورسېد؟

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعه

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د گازو د انتقال پروژه هڅي له يوې لسيزه راهيسي رواني دي خو د عملي کېدو هيڅ څرک يې نه معلومېږي. خو د افغانستان د کانونو وزير وايي، چي د سروې چاري ئې رواني دي.

https://p.dw.com/p/18JOO
--- 2012_05_11_TAPI_gas_pipeline.psd
Karte TAPI Gas-Pipeline Persischانځور: DW

دغه پايپ لاین چي نزدې ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري شاه و خوا ۷۵۰ کیلومتره يې د افغانستان په خاوره کي تيريږي.

که دغه پروژه عملي سي نو نه يوازي دا چي له کاله به څلور نيم سوه ميليونه ډالره گټه افغانستان ته ورسيږي، بلکي په زرونو افغانانو ته به د کار زمينه برابره سي.

دا چي ولي د دې پروژې کار تر اوسه پوري ځنډېدلی دی، کارپوهان دليل د افغانسان خراب امنیتي حالت او په دغه پروژه کې د پاکستان بې علاقه ګي بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی ښوونکی حمیدالله فاروقي دویچه ویله ته وویل، چي اسلام آباد د دغې پروژې پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ دی.

فاروقي وايي، چي په دې وروستیو کې پاکستان تلاښ کوي چې افغانستان د (TAPI) يعنی د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند له پروژې څخه وباسي او د گازو دغه پايپ لاين د ایران له لاري د پاکستان بلوچستان ایالت ته وغځوي او (ټاپي) په (TIP) يعنی ترکمنستان- ايران- پاکستان په پروژې باندي بدله کړي.

هغه وويل: «پاکستانیان له دې سره مینه لري چي د [ټاپي] پروژه د سیاسي فشار په توګه وکاروي، او وايي که چیري زما غوښتني و نه منل شي نو زه له ایرانه ګاز پیرم او د ایران له لاري د ترکمنستان ګاز خپلي خاوري ته انتقالوم. په داسي حال کې چې دا کار ټاپي پروژې ته زیان رسوي او د په ټپه دریدو د دوام لامل یي ګرځي.»

د ټاپي يا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د گازو احتمالي پايپ لاين د افغانستان په نا امنو ولايتونو کي تيريږي. د افغان حکومت د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۶ کال کې به عملاً د ترکمنستان ګاز به د دغه پايپ لاين له لاري پاکستان ته انتقال سي.

د ولسي جرګې غړی سید اسحاق ګیلاني وايي، چې افغان حکومت بايد سره له اوسه د امنیت له پاره تلاښونه پیل کړي، ځکه د هغه په خبره د دغه څو سوه کیلومتره پايپ د امنیت ساتني پلان په دوو او دریو میاشتو کې نه شي عملي کیدای:

«زما په نظر، کورني کارونه باید سر له اوسه پيل شي البته په خاصه توګه د امنیت له پاره یي، په هغو ځایونو کې چې پایپ لاین تیریږي هلته باید سره له اوس پوستي جوړي شي که نه نو روزانه به پر پایپ لاین يرغلونه کیږي او دا پروژه به له خنډونو سره مخامخ کیږي.»

خو د افغانستان د کانونو وزیر وایي چې لا وختي یي د دغې پروژې د امنیت ساتلو له پاره یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې ده. د وحيدالله شهراني په خبره، تر دولسو زرو پولیسو پوري به دغه پایپ لاین وساتي او هیڅ راز امنیتي ستونزه به رامنځ ته نه سي.

افغان حکومت له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پوري د دغې پروژې د بشپړولو موده ټاکلې ده او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو میاشتو کې په عملي توگه پاکستان او هند ته د افغانستان له لاري د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروسه پیل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب