1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تبت تر شخړي وروسته داروپايي ټولني او چين لمړنۍ سرمشريزه

۱۳۸۸ خرداد ۱, جمعه

د اروپايي ټولني او چين لوړ رتبه سياستمدارنو دچارشنبې په ورځ په يوه سرمشريزه کي برخه واخيستله،چه د نورو تر څنګ يې پر دوه اړخيزو روابطو، اوجهاني سياست باندي خبري وکړې ...

https://p.dw.com/p/HvXu
دپراګ سرمشريز ته د چين صدراعظم وين جيا باو، د چک جمهوررييس واسلاف کلاوس او د اروپايي ټولني عالي کميسار خوزې مانوييل باروسو ورغلي وه
دپراګ سرمشريز ته د چين صدراعظم وين جيا باو، د چک جمهوررييس واسلاف کلاوس او د اروپايي ټولني عالي کميسار خوزې مانوييل باروسو ورغلي وهانځور: AP

د تبت پر سر تر شخړي وروسته دا د اروپايي ټولني او چين لمړنۍ سرمشريزه وه،چه په پراګ کښي جوړيږي .

پيکينګ د 2008 کال په ډسامبر کي ،چه کومه سرمشريزه پلان سوې وه ،استازي ورونه ليږل ،تر څو خپل اعتراض د هغه څه پر ضد بيان کي ،چه د هغه وخت داروپايي ټولني د شورا د رييس او د فرانسې د جمهوررييس نيکولا سرکوزي د تبت د روحاني مشر داليلاما سره ليدلي وه . خو د پراګ په اوسنۍ سرمشريزه کښي ددغه ډول خوابديو څه علايم نه ښکاريدل .

د چک د جمهوريت جمهوررييس او د اروپايي ټولني د شورا رييس واسلاف کلاوس پرون ماپښين د مطبوعاتي کنفرانس شروع اعلان کړل . سره لدې چه کلاوس ته د اروپاد بدبين په سترګه کتل کيږي ،خو ده د اروپايي ټولني د شورا د رييس په حيث سرمشريزه داسي معرفي او پرمخ بوتلل ،چه په هغه کي دچک د جمهوريت د ملي ګټو خبره نه وه .

ده وويل ،« موږ نن د اروپايي ټولني- چين په سرمشريزه کښي پر يوه سلسله موضوعګانو باندي خبري وکړې . نه يوازي د اروپايي ټولني او چين تر منځ په روابطو،بلکه په ټول جهان کښي د مالي اقتصادي بحران ،د اقليم ساتلو،او يو تعداد نورو بين امللي او منطقه وي مهمو موضوعګانو،لکه په شمالي کوريا او يا ايران کښي د اټومي مسايلو،د برما ،سريلانکا،افغانستان او پاکستان پر وضع باندي خبري وکړې .

د خبرو په آجنډا کښي نن د بشر د حقوقو موضوع هم مطرح ده ،چه هغه ته اروپايي ټولنه ډير ارزښت ورکوي . »

د چين د طرفه ددغه هيواد صدراعظم وين جيا باو چه په پراګ کښي يې د خپل هييت مشري کوله ،ددې څخه خوښي ښکاره کړه،چه په دونه لوړه سطح باندي يوه سرمشريزه جوړه سوې ده . وين جيا باو ټينګار وکۍ،چه پراګ ته دده سفر به د چين هغه اراده چه غواړي د اروپايي ټولني سره پخلا سي ،قوي کي .

لکه څنګه چه د پراګ د سرمشريزي اصلي موضوع د باور او اعتماد رامنځته کيدل وه، صدراعظم وين جيا باو څو واري وويل چه د ليدني کتني هدف داؤچه يو د بل په مقابل کي اعتماد رامنځته سي ،او د چين دولت حاضر دي د دغه باور په چوکاټ کښي داروپايي ټولني سره ګډ کار وکي،او پر بين امللي اقتصادي بحران باندي غلبه حاصله سي .

لکه څنګه چه د اروپايي ټولني عالي کميسار خوزې مانوييل باروسوچه په دغه سرمشريزه کښي يې برخه درلودل ، وويل چه د سرمشريزي بله مهمه موضوع د اقليم ساتل وه ،او ويې ويل چه موږ د اقليم د تغير د مشکل ،اود دوامداره پرمختګ په باب خپل نظريات سره تبادله کړل .

ددرو هغه قراردادو د جملې څخه چه د اروپايي ټولني او چين تر منځ امضأ سول، يويې د اقليم دساتلو په باب ؤ . چين غواړي د پاکي او نوي کيدونکي انرژۍ دپاره يو مرکز جوړ کي ،چه ورته بل مقابل اروپايي ټولني د مالي کومک او تکنالوژۍ وعده ورکړل .

سربيره پر دې چین د اروپايي ټولني څخه غواړي چه ددغه هيواد د آزاد بازار موقف په رسميت وپيژني ، او د وسلو بنديز ليري کي . په آخره کي د چين صدراعظم وين جيا باو ددې وعده هم ورکړه ،چه اروپا ته به نور اقتصادي استازي هم واستوي ،تر څو ددواړو خواوو تر منځ اقتصادي روابط پراختيا پيدا کي ،او د اقتصادي بحران د کميدو په لار کي هم يو ګام پورته سوي وي .

فيشر/

کتونکی : محمد قاسم نوري