1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترانس – افغان ګازو د نل ليکي کار پيليږي

۱۳۸۹ شهریور ۹, سه‌شنبه

د ترانس- افغان په نامه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د ګازو د نل ليکي د جوړيدو خبري يو ځل بيا تودې سوي دي.

https://p.dw.com/p/OzxQ
ددې نل ليکي په غځېدو سره به د ترکمنستان ګاز د افغانستان د لاري پاکستان او هند ته لاره پيدا کړي
ددې نل ليکي په غځېدو سره به د ترکمنستان ګاز د افغانستان د لاري پاکستان او هند ته لاره پيدا کړيانځور: picture alliance/dpa

د دغي پروژې د تحقيق او مطالعې چاري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پيل سوې خو د نا معلومو دلايلو له امله تر اوسه ځنډېدلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چي، دغه پروژه تر اوسه ځکه نده پلي سوې چي دغه نل ليکه د افغانستان له نا امنه ولايتونو څخه تيريږي او افغان حکومت ددې وړتيا نه لري چي دغلته د نل ليکي امنيت وساتي.

خو اوس يو ځل بيا د دغي نل ليکي د جوړيدو په اړه د کابل او عشق آباد ترمنځ خبري اتري پيل سوي دي.

دغه خبري کابل ته د ترکمنستان د ماليې د وزير له راتګ سره سم يو ځل بيا را ژوندۍ سوي دي.

تيره ورځ ناوخته افغان جمهورريس د ترکمنستان د ماليې د وزير سره د افغانستان له لاري د ترکمنستان د ګازو د استولو پر پروژي خبري وکړې.

د ولسمشر د ويندوی له دفتر څخه آلمان ږغ ته په را ا ستول سوې خبر پاڼه کي راغلي چي حامد کرزي د ترکمن وزير څخه غوښتنه وکړه چي د دغي نل ليکي په جوړيدو سره به د سيمي د ملکونو ترمنځ اقتصادي او سياسي اړيکي نوري هم غښتلي سي.

افغان ولسمشر ويلي چي په ټوله کي د افغانستان له خاوري پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل ليکي غځېدل د سيمي د ټولو ملکونو په ګته دي او ددې پروژې له بشپړيدو سره به د سيمي خلکو ته ډير کاري فرصتونه رامنځ ته سي او د هغوﺉ د ژوندانه کچه به هم لوړه سي.

په وينا پاڼه کي له کرزي څخه په حواله راغلي چي کابل او عشق آباد له کلونو راهيسي دوستانه اړيکي لري او دواړه ملکونه بايد د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په پياوړتيا کي خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي.

د ترکمنستان دماليې وزير پرون په کابل کي د اقتصاد له وزير سره هم د سوداګرۍ، صنعت او ترانسپورت په برخه کي يو شمير تړونونه لاسليک کړل.

افغانستان د ترکمنستان سره اوږده ګډه پوله لري چي د دواړو ملکونو تر منځ د اقيني او تورغونډۍ سوداګريز بندرونه د نښلولو د ټکو په توګه پراته دي.

د کارپوهانونو په وينا که د ترانس – افغان د ګازو دغه نل ليکه د افغانستان څخه تيره سي له يوه لوري به په لسګونو زره خلکو ته د کار زمينه برابره سي او پر دې سربيره به د ګازو د تيريدو د ټکس له درکه هم هره مياشت په لسهاوو مليونه ډالر د افغانستان بودجې ته ورسي.

خو نا امني هغه مسله ده چي د کارپوهانو په وينا د دغي پروژې په وړاندي لوي خنډ بلل کيږي.

د سياسي چارو مبصر داود افغانزوی په دې اند دی چي د ترانس– افغان پروژه د افغانستان اقتصاد ته ډيره ګټه رسولای سي او له همدي امله د سيمي يو شمير ملکونه نه غواړي چي پلي سي.

«زموږ هغه ګاونډيان چي د تاريخ په اوږدو کي يي له افغانستان سره دښمني پاللي اوس هم نه غواړي چي دغه پروژه پلي سي او له همدي امله د دغي پروژې د پلي کيدو په وړاندي خنډونه جوړوي او مرستندويه هيوادونه نه پريږدي چي دغه پروژه پلي کړي».

د ګازو دغه نل ليکه به هر کال په ملياردونو مترمکعبه ګاز له ترکمنستان څخه هند او پاکستان ته انتقالوي.

هند او پاکستان د منځنۍ اسيا هيوادونو ګازو ته شديده اړتيا لري او دمګړۍ د انرژۍ په برخه کي د زيږونکو منابعو له کمښت سره مخ دي.

تر اوسه نده معلومه چي د دغي نل ليکي د جوړيدو کار به څه وخت پيليږي خو ډيری افغانان د دغه کار پيليدو ته ليواله دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل