1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترایون مارتین له پاره د «عدالت غوښتنه»

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په یو شمیر ښارونو کې د افریقایي الاصله امریکایي ترایون مارتین په قضیه کې د محکمې د فیصلې پر ضد لاریونونه تر سره شول. دغه لاریونونه په نیویارک، میامي او یو شمیر نورو ښارونو کې په لاره اچول شوي ول.

https://p.dw.com/p/19BJj
انځور: picture-alliance/dpa

د مارتین وژونکي جورج زیمرمن ته د برأت ورکولو پریکړه د خلکو په منځ د کې د قهر وړ ګرځیدلې او په ملي کچه یې د نژادي توپیر پالنې په اړه نوي بحثونه راپارولي دي.

دغه لاریونونه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای شلمه) د ماسپښین وروسته د متحده ایالاتو په یو شمیر ښارونو کې پیل شول. په دغه لاریونونو کې په سلګونو ګډونوالو غوښتنه کوله چې د ۱۷ کلن مارتین وژونکی جورج زیمرمن دې د متحده ایالانو د فدرال د عامه قوانینو څخه د سرغړونې په تور محاکمه شي.

د مارتین مور سبرینا فولتن، په نیویارک کې شاوخوا ۲۰۰۰ راټولو شوو احتجاج کوونکو ته وویل: «ترایون غل نه وو. هغه له ځانه سره د څښاک یو څه او یو څه خواږه درلودل.» د فولتن په وینا د هغې زوی دا حق درلود چې له خوندي استوګنځای څخه تیر شي او بیرته خپل کور ته راوګرځي.

لاریون کوونکو د وژل شوي ۱۷ کلن ترایون مارتین له پاره د عدالت غوښتنه کوله
لاریون کوونکو د وژل شوي ۱۷ کلن ترایون مارتین له پاره د عدالت غوښتنه کولهانځور: Reuters

د نیویارک سربیره په میامي، شیکاګو، لاس انجلس او په یو شمیر نورو ښارونو کې په سلګونو کسانو مارشونه وکړل او د «ترایون له پاره یې د عدالت» غوښتنه کوله.

په میامي کې د مارتین پلار احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل چې زیمرمن ته د برأت ورکولو وروسته هغه داسې احساس کوي، چې «زیمرمن نه بلکه ترایون محاکمه شوی دی.»

د ۲۰۱۲م کال د فبروري په میاشت کې د وژنې په دغه قضیه کې ۲۹ کلن زیمرمن په بیړني حالت کې له ځان څخه د دفاع ادعا کړې وه. د هغه د شاهدۍ له مخې په داسې وخت کې چې هغه په فلوریدا کې د یوې سیمې پر څارنه بوخت وو، له مارتین سره مخامخ شو. د زیمرمن د وینا له مخې له نوموړي ۱۷ کلن سره یې د لاس او ګریوان کیدو وروسته پر هغه ډزې وکړې.

د مارتین کورنۍ او دوستان او همداشان ډیری امریکایان د زیمرمن دا استدلال نه منی او وایی چی زیمرمن چې هسپانوي الاصله دی، مارتین باندې د هغه د پوستکي د رنګ او د اغوستل شوو جامو له امله د جنایت کار ګمان ګړی دی.

د فلوریدا، په سنفورد ښار کې یوې محکمې تیره اوونۍ زیمرمن ته برأت ورکړ. دغه پیښه د سنفورد په ښار کې رامنځ ته شوې وه.

د مارتین په قضیه کې د برأت د پریکړې یوه اوونۍ وروسته د خلکو د غوسې راپاریدو د متحده ایالاتو څارنوال اېرک هولډر او ولسمشر بارک اوباما دې ته اړ ایستل، چې د متحده ایالاتو د هغه شخړه ییز قانون په هکله له سره غور وکړي چې یوه شخص ته اجازه ورکوي چې د «اړتیا په صورت کې له ځان څخه د دفاع په خاطرمقابل شخص ووژني.» دغه قانون د متحده ایالاتو د نیمایي څخه کمو ایالتونو کې یوه کس ته دا قانوني حق ورکوي چې یو برید کوونکی ووژني حتې که چیرې د تیښتې فرصت هم ولري.