1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او کیم غونډه له کومې پایلې پرته ختمه شوه

۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا واکمن کیم جونگ اون، په ويتنام کې د دويمې سرمشریزې پرمهال د شمالي کوريا د اتومي بې وسلو کولو په اړه يوه تړون ته ونه رسيدل. خو سپینې ماڼې ويلي چې مذاکرات به په راتلونکي کې دوام ولري.

https://p.dw.com/p/3EEMd
Vietnam l Trump nach Gipfeltreffen mit  Kim Jong Un in Hanoi
انځور: Reuters/J. Silva

د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې د شمالي کوريا د اتومي بې وسلو کولو او د دغه هېواد د اقتصادي ودې له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ د نظرونو د عملي کولو پر بیلا بیلو لارو بحثونه وشول. سپینې ماڼۍ ویلي: «تر اوسه پورې هيڅ کوم توافق نه دی رامنځته شوی.»

خو سپينې ماڼۍ پر دې سربيره هم د ويتنام په پلازمينه هانوی کې «د ښه او رغنده ملاقات» څخه خبره وکړه او زياته یې کړه چې د امريکا او شمالي کوريا «اړوندې ډلې» به خبرو اترو ته دوام ورکړي.

سپيڼې ماڼۍ لومړی د امريکايي ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا واکمن کیم جونگ اون، ترمنځ سرمشریزه کې یوه توافق ته د رسيدو اعلان وکړ خو وروسته داسې نه شول. سرمشریزه له وخته مخکې پای ته ورسيده او د تړون د لاسليکولو له پاره په نظر کې نيول شوي مراسم لغوه شول.

د ترمپ وياندې سارا ساندرز، بيا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۲۸)  وويل چې د سرمشریزې د پای مطبوعاتي غونډه به تر ټاکل شوي وخته دوه ساعته مخکې ترسره شي. په اصل کې باید تر دغه وخت پورې تړون لاسليک شوی وای.

د دواړو مشرانو ګډه د غرمې ميلمستیا چې پکښې بايد خبرو اترو ته ادامه ورکړل شوی وای، هم ترسره نه شوه. ترمپ غوښتل چې آن همدا د پنجشنبې په ورځ بيرته امريکا ته سفر وکړي. د ترمپ او کیم جونگ اون د موټرو کتارونه پر سيمه ایز وخت يو نيمه بجه له هغه هوټل څخه چې سرمشریزه پکښې روانه وه، ووتل.

دواړو مشرانو تر دې مخکې يوه تړون ته د رسيدو هيله څرگنده کړې وه. د ترمپ هدف دا دی چې شمالي کوريا دې ته چمتو کړي چې د اتومي وسلو خپل پروگرام پای ته ورسوي.

کیم جونگ اون بيا غوښتل چې امريکا ورته د بندیزونو د سستولو ژمنه ورکړې. خو ترمپ د ملاقات پر دويمه ورځ وويل چې د يوه تړون د رامنځته کولو له پاره بيړه نه لري. هغه ويلي ول چې تر څو شمالي کوريا نوې اتومي وسلې جوړې نه کړي او آزموينې ونه کړي، زه «بيړه نه لرم».