1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ له پاره نوی جنجال، د زوی او روسۍ وکیلې تر منځ غونډه

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

د دونالد ترمپ زوی دونالد ترمپ جینیور، د انتخاباتي مبارزو پر مهال له یوې روسیې وکیلې سره د لیدو له کبله په سختو جنجالونو کې ګیر پاتې دی. وکیلې د ترمپ زوی ته د هیلري په اړه د ویجاړونکو معلوماتو وعده کړې وه.

https://p.dw.com/p/2gNAB
USA Präsident Trump und sein Sohn Donald Jr.
انځور: Reuters/M. Segar

د دونالد ترمپ زوی وایي چې دی له دغې روسیې وکیلې سره د لیدو په موخه تللی وو، خو له هغې سره په غونډه کې یې داسې معلومات چې ارزښت ولري نه دي ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا وختي د دونالد ترمپ انتخاباتي تیم له روسیې سره د احتمالي اړیکو لرلو په شک تر څیړنو لاندې دی. ولسمشر ترمپ د همدې څیړنو په په تړاو خپل د ملي امنیت مشاور مایکل فلن، هم له دندې ګوښه کړی وو. هغه هم د انتخاباتي مبارزو پر مهال له روسي چارواکو سره لیدلي وو او بیا یې په اړه نورو دولتي مقاماتو ته معلومات نه وو ورکړي.

خو د دونالد ترمپ جینیور، قضیه بیا یو څه توپیر لري. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال له یوې روسي وکیلې سره لیدلي وو. وکیلې تر لیدنې مخکې په خپل بریښنالیکونو کې ویلي وو چې د دیموکراتانو د نوماندې هیلري کلنتن، په اړه ویجاړوونکي معلومات لري او دا چې د هغې دغه کار د روسیې د هڅې یوه برخه ده چې غواړي دونالد ترمپ په ټاکنو کې ګټونکی شي.

د ترمپ زوی بیا ویلي وو چې دا هر څه د هغه ډیر «خوښ دي» او له دې روسي وکیلې سره یې لیدلې وو. که څه هم اوس د ترمپ زوی ادعا کوي چې هغه په دې غونډه کې هیڅ داسې معلومات چې ارزښت ولري ترلاسه نه کړل، خو پر هغه له دې کبله نیوکې کیږي چې دغې غوندې ته تللی دی.

په غونډه کې د دونالد ترمپ یو مشاور او د هغه زوم هم حاضر وو. تیره ورځ د ترمپ زوی د غونډې په اړه یو لړ ایملونه هم خپاره کړل چې په کې یو شمیر داسې موضوعګانې راغلي دی چې کیدای شي په راتلونکې د ترمپ له پاره جنجالي ثابتې شي.