1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه ۱۶ کلن شکمن سوریایي مهاجر محکمه پیل شوه

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

د آلمان په ختیځ زاکسن انهلت ایالت کې د یو ۱۶ کلن شکمن سوریایي مهاجر د محکمې جریان پيل شوی دی چې د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی وو.

https://p.dw.com/p/2iie2
Deutschland Prozess wegen Sexualdelikts in Kölner Silvesternacht
انځور: Reuters/W. Rattay

د سه شنبې په ورځ د آلمان د زاکسن انهالت « Sachsen-Anhalt » ایالت د هاله ښار په سیمه ییزه محکمه کې د یوه ۱۶ کلن سوریایې مهاجر د محکمې جریان پیل شو. پر نوموړي تورن کس باندې د یوه ډیر خطرناک ترهګریز عمل د ترسره کولو تور لګیدلی دی. ویل کیږي چې هغه یو برید پلان کړی وو.

نوموړی سوریایي مهاجر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د بې سرپرسته کم عمره پنا غوښتونکي په توګه آلمان ته مهاجر شوی دی. ویل کیږي چې دغه سوریايي مهاجر له «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې سره خواخوږي یا لیوالتیا لري.

د تورن کس په خبره هغه د انټرنټ له لارې د وسلو او د چاودیدونکو توکو د کمربند د کارونې په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. ویل کیږي چې دغه مهاجر د ۲۰۱۵م کال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۱۷م کال تر جنوري پورې د بیټرفلډ په بوبه سیمه کې د انټرنټ له لارې له خپل یوه همفکره سره تماس درلود. نوموړي داسې یو برید پلان کړی وو چې په آلمان کې به د ډیرو انسانانو ژوند واخلي.

د دې کار له پاره هغه د AK 47 یا کلاشینکوف د جوړولو لارښود غوښتلی وو. سربیره پر دې ویل کیږي چې هغه په انټرنټ کې دا معلومات هم ترلاسه کړي وو چې له کوم ځایه او څنګه کولی شي وسلې ترلاسه او هغه د استعمال وړ وګرځوي.

سربیره پر دې ویل کیږي چې پرته له دې چې څوک شک ورباندې وکړي، دغه سوریايي تورن کس په یو انټرنټي چټ یا مکالمې کې د چاودیدونکو موادو د یوه کمربند د جوړولو د څرنګوالي پوښتنه کړې وه.

دغه سوریايي تورن کس د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې یوه پټ استخباراتي کارکونکي ته په انټرنټي چټ کې ویلي وو چې آلمان ته د دې له پاره نه دی راغلی چې دلته ژوند وکړي او یا هم د دې له پاره نه دی راغلی چې یو یا د وه کسان په چاقو ووهي او مړه یې کړي. هغه ډیر لوی پلانونه جوړ کړي دي.

تورن کس د محکمې تر جریان پورې د دغو تورونو په هکله له څه ویلو څخه ډډه کړې. د دې له پاره چې تورن کس قانوني سن ته نه دی رسیدلی د محکمې جریان پټ ساتل شوی. که پر هغه لګیدلي تورونه ثابت شي، نو هغه لس کاله د ځوانانو له پاره جوړ شوي مخصوص بند سزا تهدیدوي.