1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرو د ځانگړي محکمې د جوړیدو هرکلی سوی

۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنيت اداري غوښتنه کړې ول، چي د ترهگرو د محاکمه کولو لپاره دي يوه ځانگړې محکمه جوړه سي. تر څو هر څوک پر خپل وخت بېله ځنډه محاکمه سي. اوس ويل کيږي چي دغه وړانديز د ولسمشرۍ ماڼۍ له هرکلي سر مخ سوی.

https://p.dw.com/p/12LeK
ولسمشر کرزی د خپلو دواړو مرستيالانو سره
ولسمشر کرزی د خپلو دواړو مرستيالانو سرهانځور: AP

د ملي امنيت اداري وياند لطف الله مشعل دوې ورځي دمخه د يوي خبري غونډي پرمهال ويلي وو چي دمګړۍ د ترهګرو د محکمي لپاره ځانګړي تربيون شتون نه لري او همدا لامل دی، چي نيول سوي تروريستان په ځنډ سره محاکمه سي.

« هغسي چي د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يوه محکمه وه او کله چي به يو مجاهد ونيول سو نو په يوه او بل نامه به ژر تر ژره پکښي محکمه سو. دغسي يوه محکمه بايد ترهګرو ته جوړه سي».

ډيری افغانان د حکومت له لوري له نيول سويو جنايت کارانو سره نرم چلند، ددي لامل بولي چي هغوی په بيا بيا د ناوړه پيښو تر سره کولو ته هڅوي.

خو دا ځل د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ملي امنيت اداري د دغه وړانديز هرکلی کړی دی.

د ولسمشر کرزي د عدلي او قضايي بورد مشر نصرالله ستانکزي په اوسنيو حالاتو کي د دغسي يوې ځانګړي محکمې جوړيدل، چي يوازي به ترهګر پکښي محاکمه کيږي يوه جدي اړتيا بولي.

ستانکزی وايي، چي د دهشت ګرو لپاره د خاصي محکمې جوړيدل له حقوقي پلوه کومه ستونزه نه لري او ستره محکمه کولای سي له ولسمشر څخه د داسي محکمې د جوړولو غوښتنه وکړي.

« دا يو پر ځای وړانديز دی، د دغسي محکمې جوړول هم ساده کار دی، دا په دې مانا ده چي د قانون له مخي ستره محکمه په دغه برخه کي د ولسمشر منظورۍ ته اړتيا لري تر څو د  تروريستانو لپاره اختصاصي محکمي رامنځ ته کړي».

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عدلي او قضايي بورد رئيس د تروريستي جرمونو د کچي په را ټيټولو کي د ځانګړي محکمي جوړيدل اغيزناک ارزوي او وايي چي په دې کار سره به په محاکمو کاري تراکم هم را ټيټ کړاس سي.

اوس مهال داسي ويل کيږي چي د تورنو کسانو ډيری دوسيي د قاضيانو د ډيرو کاري بوختياوو له کبله په مياشتو مياشتو نه هواريږي.

« کله چي محکمه په دقيقه توګه عمل کوي، او د محکمې، کشفي او تحقيقاتي ارګانونو تر منځ يو ډول نږدي والي موجود وي په طبيعي توګه د جرمي پيښو د ګراف د ټيټيدو لامل ګرځي».

د ملي امنيت اداري شميري ښيي چي په تيرو څو کلونو کي څه باندي دوه زره تنه له ترهګريزو پيښو سره د تړاو په تور نيول سوي او د محاکماتي پړاونو له تيريدو وروسته زندان ته استول سوي دي.

ويل کيږي چي دغه ډيری مجرم پيژندل سوي ترهګر د کابل په مرکزي محبس (  د څرخي پله زندان) کي اچول سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل