1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرۍ د قربانيانو شمېر نور هم زیات سوی

۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

په دې وروستيو ورځو کي د ټولي نړۍ سترگي پاريس ته دي. خو د ترهگرۍ ډېر قربانيان په افغانستان، نايجيريا او عراق کي دي. يوازي په تير کال کي په نړۍ کي۳۲۰۰۰ انسانان د ترهگرۍ قرباني سوي چي تر اوسه ئې ساری نوو.

https://p.dw.com/p/1H6xP
Symbolbild Irak Anschlag Bagdad
انځور: picture-alliance/AP

په ۲۰۱۴م کال کي په نړۍ کي د ترهگرۍ د قربانيانو شمېر په بې ساري توگه زيات سوی دئ. په لندن کي د سولي او اقتصاد انستيتوت (IEP) د معلوماتو له مخي تېر ميلادي کال په نړۍ کي د ترهگرو بريدونو په پايله کي ۳۲۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. دا د هغه تر مخه کال په پرتله ۸۰ سلنه ډېرښت ښيي.

د دغه انستيتوت د څېړنو له مخي په نړۍ کي د ترهگرۍ اقتصادي مصارف هم حيرانوونکي دي: په تيرو کلونو کي دغه مصارف ۵۳ ميلياردو ډالرو ته ورسېدل چي په دې سره نو تر ۲۰۰۰م کال لس برابره زيات سوي دي.

په دغه نوې څېړنه کي ويل سوي دي چي د ترهگرۍ ډېر تاوان اروپايي حکومتونو ته نه، بلکي افغانستان، عراق، نايجيريا، پاکستان او سوريې ته رسېدلی دئ.

د ترهگرۍ په درجه بندي کي لومړۍ مقام

وضعيت تر ټولو په عراق کي خراب دئ، يوازي په دغه هيواد کي تېرکال ۱۰۰۰۰ انسانان د ترهگرۍ قربانيان سوي دي. په څېړنه کي اصلي ترهگري ډلي «اسلامي دولت» يا داعش او په لوېديځه افريقا کي بوکو حرام ډلي يادي سوي دي. دغه دواړي ډلي په نړۍ کي د ترهگرۍ د ډېرو قربانيانو مسئوليت لري.

د سولي او اقتصاد انستيتوت مشر استيو کاليليلا ويلي دي چي د تروريز علتونه بېلابېل دي. هغه ويلي دي: «په لوېديځ کي ئې علت ټولنيز او اقتصادي عوامل دي، لکه د ځوانانو بې کاري او د مخدرو موادو جرم و جنايت له تروريزم سره تړلي دي. او په نورو هيوادونو کي ئې علت د ترهگرۍ او دوام داره جنگونو او اداري فساد نژدې اړيکي دي.»