1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرۍ پر ضد د اديانو گډه اعلاميه

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه

په آلمان کې د درو سترو ادیانو استازو په گډه «د خدای په نامه باید څوک ونه وژل شي» په اعنوان یوه گډه وینا خپره کړه، څو په پاریس کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندي.

https://p.dw.com/p/1EHzz
انځور: picture-alliance/dpa

د «بیلد» په ورځپانه کې په یوه خپرې شوې وینا کې د آلمان د کاتولیکانو، پروتستانتانو، یهودیانو او مسلمانانو استازو یو وینا خپره کړې ده، چې پکښې راغلي دي چي په پاريس کي يرغل «د فکر، دیني عقیدې او د زغم له پاره زموږ پر گډو ارزښتونو او له نورو سره زموږ پر میني باندي تیری دی او دا تیری په کلکه غندو.»

د آلمان د کاتولیکانو د مرکزي شورا رئیس، الویز گلیوک، د پروتستانتاتو شورا پخواني رئیس، ولفگانگ هوبر، د مسلمانانو د مرکزي شورا رئیس ایمان مازیک او د مونشن او اوبوربایرن د اسرائیلي کلتوري ټولني رئیسې ،چارلوته کنوبلوخ او د یهودیان د مرکزي شورا پخواني عمومي منشي شتیفان کرامر دغه مانفیست (وینا) لاس لیک کړې ده.

«آسماني کتابونه د میني او وروگلوۍ امر کوي»

په مانیفیست کې راغلي دي چې «د خدای په نوم باید څوک ونه وژل شي.» په هغه کې وړاندي ویل شوي دي: «تورات، انجیل او قرآن د میني او ورورگلوۍ کتابونه دي، نه د کرکي خپرولو.» د مانفیست لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې ده چې: «هرمسلمان، هر یهودي او هر مسیحي ته لازمه ده چې نن جمعه په خپل مسجد، د شنبې په ورځ په خپله کنیسه او د یکشنبې په ورځ په خپله کلیسا کې د پاریس قربانیانو ته دعا وکړي.»

هغوی په عین وخت کې د تفاهم، سولي او آزادۍ خبري وکړې: «کرکي ته سړی په کرکه ځواب نه شي ویلای، تعصب ته په تعصب سره ځواب نه ورکول کیږي. یوازي په گډه سره کولای شوو چې له خپو ارزښتو او خپلو عقیدو په گډه د یوې کوچنۍ متعصبي او تندلاري ډلي په مقابل کې ساتنه وکړو.»

دآلمان د مسلمانانو د مرکزی شورا رئیس ایمان مازیک د آلمان له یوه تلویزیون سره په مرکه نن سهار وویل: «په مسجدونو کې به امامان نن پر دې مضووع باندي خبري وکړي، هغوی به په څپلو خطبو کي دې خبري ته اشاره وکړي، هغه کسان چې له دین څخه د زورزیاتیو له پاره ناوړه استفاده کوي، هغوی د مسلمانان په مینځ کې ځاي نه لری. موږ له هغو کسانو سره چی په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خپل خپگیان او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړو.»

د «بیلد» د ورځپانې د رپوټ له مخې په عین وخت کې د آلمان د سوسیال دیموکرات (SPD) مشر له بیلابیلو گوندونو او صنفي اتحادیو څخه د یوې گډې غونډي غوښتنه کړې ده. د ورځپاڼي په رپوټ کې راغلي دي چې گابریل غوښتنه کړې ده چې «په آلمان او اروپا کې د سوله يیز او دموکراتیک گډ ژوند له پاره مظاهره وشې.»