1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروريزم ضد يو ملي کنفرانس سره د پاکستان موافقه

۱۳۸۹ تیر ۱۳, یکشنبه

د پاکستان صدراعظم. يوسف رضا ګيلاني وروسته له هغي دغه موافقه څرګنده کړه چي د حکومت د ستر مخالف ګوند مشر غږ وکړ چي په پاکستان کی د امنيتی وضعي د ښه کولو لپاره له طالبانو سره دي خبري اتري وشي.

https://p.dw.com/p/OAHs
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي چي د وروستيو حملو لاملين د پاکستان دښنمنان دي
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي چي د وروستيو حملو لاملين د پاکستان دښنمنان ديانځور: AP

د پاکستان صدراعظم موافقه وکړه چي د تروريزم پر ضد د مبارزي د برياليتوب لپاره يو ملي کنفرانس داير شي. يوسف رضا ګيلاني وروسته له هغي دغه موافقه څرګنده کړه چي د حکومت د ستر مخالف ګوند مشر غږ وکړ چي په پاکستان د امنيتی وضعي د ښه کولو لپاره له طالبانو سره دي خبري اتري وشي.

وروسته له هغي چي پنجشنبي په ورځ په لاهور کي د صوفي د طريقي د پيروانو په يو زيارت کي دوه ځانمرګي بريدونه وشول چي او کابو 42 کسان يي ووژل د پاکستان حکومت تر سخت سياسي فشار لاندي راغلي. لاهور د پنجاب ايالت يو ښار دي چيرته چي د حکومت مخالف ګوند له پراخ قوت څخه برخه من دي. د پخوانی صداراعظم نواز شریف تر مشری لاندی ستر مخالف ګوند پر حکومت تور لګوی چی د خپل هيواد د امنیت په ساتلو کی پاتی راغلی دی.

.

د پاکستان د سياسي ستونزو په حل کي حکومت ډير کم وخت دي ته چمتو کيږي چي د مخالف اړخ خبرو ته غوږ ونيسي. خو کار پوهان وايي ، دا چي اوس د تروريزم تر نامه لاندي د يو ملي کنفرانس د جوړيدو لپاره حکومت د مخالف ګوند د مشر نواز شريف غوښتنی ته سر ټيټ کړي د دي نښانه ده چي هغه په يواځيتوب سره نه شي کولاي پر جاري ستونزو لاس برتوب پيدا کړي.

د پاکستان صدراعظم يوسف ر ضا ګيلاني پرون په لاهور کي له هغه ټاتوبي څخه ليدنه کيتنه وکړه چي چيرته چي د پنجشنبي په ورځ د دادا ګنج بخش په نامه د صوفيانو په زيارت کي دوه خونړي ځانمرګي بريدونه تر سره شول. که څه هم پاکستان له څو کلونو را په دي خوا د افراطينو د ځانمرګي بريدونو له لړي سره مخامخ دي، خو دغه وروستي چي په يو مذهبي ټاټوبي کي سرته رسيږي په خپل ډولکی لومړي ده.

د ګيلاني د ليدنی کتنی په وخت کي ځينو خلکو په قهر او غوصي سره احتجاج وکړ او حکومت يي ګرم وګانه چي نه شي کولاي د هغوي امنيت خوندي وساتي. ګيلاني دغه کار د پاکستان د دښنمان کار وګانه او وويل چي د تروريرم پر ضد بايد خلک سره لاسونه سره ورکړي. هغه په عين وخت کي له نړيوالي ټولني څخه په دي لاره کي د مرستي غوښتنه وکړه.

د پاکستان پوليسو وويل چي هغوي په لاهور کي د صوفي د طريقی په يو زيارت باندي د ځانمرګي بريدونو کي د لاس درلودلو په تور يو شمير کسان نيولي دي او تحقيقات روان دي.

پرون هم د دغو بريدونو په وړاندي د احتجاج په توګه د پنجاب ايالت د لاهور، کراچي او راولپندي په شمول په يو ګن شمير ښارونو کي دکانونونه او بازارتونه تړلي ؤ او خلکو هغه شعارونه ليږدول چي ويل يي: «مونږ د دين په نامه هر ډول قتل او وژنه غندو.»

له پاکستان څخه په رارسيدلو رپوتونو کي راغلي دي چي ځينو مظاهره کونکو په سړکونو کي تايرونو ته اور اچولي دي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکول چي نه شي کولاي د هغوي امينت خوندي وساتي. په عين وخت کي مظاهره کونکو د پنجشنبي د ورځي د حملو لپاره طالب افراطيون ګرم وګڼل. خو تر اوسه پوري هيچا د دغو حملو مسووليت په غاړه نه دي اخيستي.

آژانسونه/عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري