1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او هالنډ تر منځ شخړه لا پراخه سوه

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

هالنډ د ترکيې د بهرني چارو د وزير الوتکي ته د کوزېدو اجازه نه ورکړه. د ترکيې بلي وزيره هم په روتردام کي ودرول سوه. په زرهاؤ ترکانو په احتجاجونو لاس پوري کړ.

https://p.dw.com/p/2Z3rW
	
Türkei Demonstration vor der niederländischen Konsulat in Istanbul	
Türkei Demonstration vor der niederländischen Konsulat in Istanbul
انځور: picture alliance/AP Photo

د هالنډ په روتردام ښار کي پوليسو د ترکيې د سفارت مخته د احتجاج کوونکو په وړاندي د اوبه پاشونکو موټرو څخه کار واخيست. پوليسو د شنبې (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۱مه) او يکشنبې په منځنۍ شپه د سړکونو د خلاصولو له پاره احتجاج کوونکي سره بېل کړل. په ترکي تلويزيون کي داسي انځورونه وښودل سول چي ښيي چي د هالنډ پوليس د سپيو او سوټيانو په مرسته هڅه کوي چي احتجاج کوونکي پر شا کړي.

د ترکيې په انقره کي د هالنډ د سفارت او په استانبول کي د هالنډ د قونسلګرۍ مخ ته هم احتجاجونه تر سره سول. د آلمان په دوسلدورف ښار کي هم په ناڅاپه توګه تقريبا ۳۰۰ انسانانو د ترکي وزيرانو په وړاندي د هالنډ د چلن پر ضد احتجاجونه پېل کړل. دا د هغه وروسته چي هالنډ د ترکيې وزيرانو ته اجازه ور نه کړه چي هالنډ ته داخل سي.
د دواړو هيوادونو تر منځ  د شنبې په ماښام اړيکي تر لا زيات فشار لاندي راغلې، کله چي د ترکيې د فاميلونو او ټولنيزو چارو وزيري بېتول سايان کايا د هالنډ په روتردام کي د هالنډي پوليسو له خوا توقف کړل سوه. پوليسو هغې ته اجازه ور نه کړه چي هغه په روتردام کي د ترکيې قونسلګرۍ ته ولاړه سي. دغي وزيري غوښتل چي د المان له سفر وروسته د هالنډ په روتردام کي د ترکيې قونسلګرۍ ته ولاړه سي. خو د قونسلګرۍ څخه صرف په څو متره فاصله کي د هغې مخه ونيوله سوه. وروسته په دغه ځای کي په زرهاؤ ترکي احتجاج کوونکي راټول سول.

دغې ترکۍ وزيري وروسته پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چي ګواکي د هغې په درولو سره هالنډ د نړيوالو او بشري حقونو او کانوينسيونونو څخه سرغړونه کړې ده. هالنډي پوليسو له دغې وزيري څخه څو ځله وغوښتل چي په تر ټولو لنډه لاره او ژر تر ژره له هالنډ څخه ووزي. وزيري دغه غوښتنه ونه منله. وروسته هالنډي چارواکو د يکشنبې په سهار دغه وزيره بدرګه کړه تر څو له هالنډ څخه هغه و آلمان ته وباسي.

د هالنډ حکومت د ترکي سياستوالو ورتګ «غېرمسؤلانه» بللی. لومړي وزير مارک روته وويل چي ترکي وزيرانو ته و روتردام ته د رسېدو مخکي لا پيغام لېږدول سوی ؤ چي په قونسلګرۍ کي د هغوی «ټاکنيز کامپاين» نا مطلوب دی. د لومړي وزير په اعلاميه کي راغلي چي د هغه باوجوده ترکي سیاستوالو پرېکړه وکړه چي سفر وکړي. د روتردام ښاروال احمد ابوطالب و يوې خبري ناستي ته د وينا پر وخت وويل چي ترکۍ وزيره کايا يوه «غېر مطلوبه بهرنۍ» اعلان سوې ده.

د دې څخه تر مخه هالنډ د شنبې په ورځ د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولوت چاوس اوغلو الوتکي ته په هالنډ کي د کوزېدو اجازه نه وه ورکړې. د دغه ممانعت په غبرګون کي ولسمشر رجب طيپ اردوغان سخت غبرګون ښودلی ؤ او د خپل وزير د ورتګ ممانعت يې د دپلوماتيکو اصولو څخه سرغړونه بللې وه.

اردوغان په خپل غبرګون کي ويلي ول چي «دا د فاشستانو پاتي شوي دي.» د اردوغان له خوا د فاشستي لغت کارونې په وړاندي هالنډ سخت غبرګون ښودلی ؤ او هغه يې نامناسب کار بللی ؤ.

منبع: rk/stu (dpa, afp, ap, rtre)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:

Niederlande Rotterdam Demonstration vor der türkischen Generalkonsulat
پوليسو د احتجاج کوونکو په وړاندي له سوټيانو او سپيو څخه کار واخيستانځور: picture alliance/AP Photo/Peter Dejong