1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او یونان په سرحد کې ۱۳ زره مهاجر بند پاته دي

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ترکیې نه د اروپا پر لور له یونان سره د دغه هیواد په پوله کي تر ۱۳ زرو ډیر مهاجر بند پاتې دي. په هغوی کي چې ښځې او ماشومان هم شامل دي، تیره سړه شپه یې تر شنه آسمان لاندې تیره کړه.

https://p.dw.com/p/3YgRD
Griechenland Flüchtlinge an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د ارقامو پر بنسټ د یونان او ترکیې په ۲۱۲ کیلومتره اوږده سرحد کې تر ۱۳۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د درې زره کسیزو ډلو په شکل کې په سړه هوا کې شپې ورځې تیروي.

د نوموړي سازمان یوې لوړپوړۍ چارواکې، میرمن لادفو ګویلا، وویل: « د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې د ادرنه ښار له لارې د یونان سرحد پر لور روان شوي دي، د شنبې ورځی(د فبرورۍ په ۲۹ نیټه) په اوږدو مخ پر زیاتیدو وو او د موټرو، ټکسي ګانو او بسونو په وسیله یې د دواړو هیوادونو سرحد ته ځانونه رسولي دي.»

نوموړۍ زیاته کړه چې اکثره پناه غوښتونکي نارينه دي، خو په دوی کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. میرمن ګویلا، زیاته کړه چې د مهاجرت نړیوال سازمان پر دغو کسانو خوراکي توکي او نور اړین شیان ویشلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، په تویتر کې یو پيغام خپور کړی دی چې د سیمه ایز وخت مطابق د شپې تر نیمایې (د مرکزي اروپا په وخت د شپې تر ۲۲ بجو) پورې ۴۷۱۱۳ پناه غوښتونکي د ادرنه ایالت له لارې اروپایې اتحادیې ته داخل شوي دي.

په دې ایالت کې له یونان او بلغاریې سره د ترکیې سرحدي لویې لارې موقعیت لري. البته هیڅ یو له دغو هیوادونو څخه د شبنې په شپه د ترکیې د سرحد له لارې په دومره لوړ شمیر کې د پناه غوښتونکو د ورتګ خبر نه دی ورکړی.

مخکې تر دې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تائیده کړې وه چې هیواد به یې د اروپایې اتحادیې پر لور د مهاجرو د ورتګ مخه ونه نیسي.

د دې پریکړې تر اعلانیدو وروسته د جمعې په ماښام په زرګونو پناه غوښتونکي له ترکیې سره د یونان او بلغاریې د سرحد  پر لور روان شوي او اروپایې اتحادیې ته د داخلیدو کوښښ کوي.

ترکیې په اوس وخت کې تر ۳،۶ میلیونو ډیر سوریایې مهاجرو ته ځای ورکړی دی. د هغې موافقتنامې په اساس چې په ۲۰۱۶م کال کې د ترکیې او اروپایې اتحادیې ترمنځ لاسلیک شوې ده، انقره ژمنه ده چې د اروپایې اتحادیې پر لور د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي.

سربیره پر دې یونان کولی شي هغه مهاجر چې په غیر قانوني توګه د اوبو له لارې ځانونه د یونان ټاپوګانو ته رسوي بیرته ترکیې ته ستانه کړي. ترکیه هم د دې کار په بدل کې له اروپایي اتحادیې څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

په ظاهره کې داسې ښکاري چې اردوغان غواړي له دې اقدام سره له اروپایې اتحادیې لا زیاتې مرستې ترلاسه کړي.

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مشرې اوزولا فون دیر لاین او همدارنګه د اروپایې شورا رئیس شارل میشل، د دغې اتحادیې په سرحدونو کې وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

فون دیر لاین په تویتر کې لیکلي دي: «له بلغاریې او یونان څخه ملاتړ باید مونږ ته تر ټولو لومړيتوب ولري.» د هغې په خبره اروپایې اتحادیه حاضره ده چې د فرونټکس (د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت آژانس) لا زیات ځواکونه دغو هیوادونو ته واستوي.

د بلي خوا بیا د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې د سوریې په شمال کې د ادلیب ولایت د نیولو له پار د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې راهیسې د روسیې په ملاتړ د بشار الاسد د ځواکونو د پراخو عملیاتو په پایله کې نږدې یو میلیون انسانان بی کوره شوي دي چې نیمایې یې ماشومان تشکیلوي.

په ادلیب کې د نورو په پرتله تر ټولو ډیر د اسد مخالفې اسلامپالې ډلې موجودیت لري چې یو شمیر یې د ترکیې له خوا حمایه کیږي. د پنجشنبې ورځې په هوایې بمباریو کې چې سوریایې پوځ د روسیې په ملاتړ په ادلیب کې ترسره کړل، د ترکیې په لسګونو سرتیري ووژل شول.

دویچه ویله: ش.ن/ م. ق.ن