1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د ترکیې په ترافیکي پیښه کې افغان مهاجرین هم وژل شوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۰, جمعه

په ترکیه کې د پنجشنبې په شپه ناوخته د یوې ترافیکې پیښې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي چې پکښې افغان او پاکستاني مهاجر هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2vEiC
Türkei Mindestens 17 Tote bei Busunglück
انځور: picture alliance/AA/B. Mavzer

د آلمان خبري آژانس «ډي پې اې» په خپله یوه رپوټ کې ویلي دي چې د ترکیې په ختیځه برخه کې یو کوچني مني بس موټر له ترافيکې پیښې سره مخامخ شوی دی.ویل شوي دي چې د پيښې په پایله کې لږ تر لږه ۱۷ مهاجر وژل شوي دي. د آلمان د خبري آژانس په حواله دغه ترافيکې پیښه د ترکیې د اغدیر او کارس ترمنځ په غځیدلې سړک د پنجشنبې په شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده.

د یادې ترافیکې پیښې په هکله لومړی د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو، رپوټ ورکړی وو. د رپوټونو په حواله په دې پیښه کې ۳۶ تنه نور مهاجر ټپیان شوي هم دي چې د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښوول شوی دی. د دې  امکان هم شته چې د وژل شوو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.

داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې په وژل شوو مهاجرو کې افغان، پاکستاني او ایراني اتباع شامل دي او احتمال لري چې په بس کې سپاره مهاجرین له ایران څخه د ترکیې په لور د حرکت په حال کې وو.

دغه کوچني مني بس د ۱۴ کسانو د انتقال ظرفیت درلود، خو د ترافیکې پیښې پرمهال پکښې ۵۰ کسان سپاره ول. د ارمینیا پولې ته څیرمه د شپې په شاوخوا ۱۲ بجو له یوه پول سره تر ټکر وروسته په دغه موټر کې اور لګیدلی دی. چارواکو د دغې پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د تازه رپوټونو له مخې ځینې مهاجرو د ټکر له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا په موټر کې تر اور لګیدو وروسته یوې لارۍ ډوله موټر وهلي او وژل شوي دي. ویل کیږي چې دغه بل لارۍ ډوله موټر هم له ناقانونه مهاجرو ډک وو. پولیسو په دې موټر کې سپاره ۱۳ پناه غوښتونکې او د موټر چلوونکی توقیف کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: