1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تفتيش پايلي سبا د شکايتونو کمېسيون ته سپارل کيږي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ شهریور ۲۲, شنبه

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چي د ټاکنو کمېسيون له خوا د رايو د تفتيش پايلي به تر ور سپارولو وروسته پرخپل وخت وڅېړي. په پلان کي ده چي سبا به د ټاکنو کمېسيون د بشپړ تفتيش پايلي د شکايتونو کمېسيون ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/1DBmP
انځور: Reuters

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په خپله اوومه علني غونډه کې هغه ۲۱ شکایتونه وڅېړل چې د بدلون او دوام ډلي له خوا ورسره ثبت شوي ول.

د یاد کمېسیون ویاند نادر محسني تر غونډي وروسته رسنیو ته څرګنده کړه چې په دې ۲۱ شکایتونو کې یوه بشپړ او پنځو قسمي محلونو ته باور ورکړل شوی دی.

هغه وايي د ټاکنو کمېسیون له خوا د ټاکل شوي نېټې له مخي به سبا یکشنبه دوی ته د تفتیش پایلي ورسیږي او که کومه ټاکنیزه ډله پرې نیوکه یا شکایت لري کولای شي له هغوی سره یې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې ثبت کړي.

د محسني په باور، دوی به خپلي چاري د شکایت تر ثبتولو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې ترسره کړي او د ټاکنو کمېسیون ته به پر ټاکلي وخت ورستۍ پرېکړه ولیږي، څو ولسمشر اعلان شي.

محسني وايي: «د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې تر ارزوني وروسته د ټاکنو د دویم پړاو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

په ورته وخت کي نړیواله ټولنه هم ټینګار کوي چې په ټاکنو کې نور ځنډ رامنځ ته نه شي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جیف فیلتمن هم په کابل کې له دواړو کانديدانو سره خبري کړي دي.

په دغو خبرو اترو کې د ملي یوالي پر حکومت او سیاسي خبرو اترو ټینګار شوی دی چې د عبدالله ډله یووار بیا ورته زړه ښه کوي.

د دغي ډلي ویاند انجینر محمد عاصم ویلي دي چې له فیلټمن سره یې پر دې خبري کړي دي چې د ملي یوالي په حکومت کې د اجرایوي رئیس دندي او صلایتونه دې له سیال ټیم سره یوه خوله کړي: «د دغه کړکېچ د هوارۍ له پاره هڅي رواني دي او ډیر ژر باید د خبرو اترو دروازې پرانیستل شي.»

خو د اشرف غني ‌ډلي استازي بیا پر دې ټینګار کوي چې د اصلاحاتو او همپالني ډلي غوښتني له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او دوی نه غواړي چې اساسي قانون تر پښو لاندي کړي.

د غني د ډلي استازي سرورو دانش په دې اړه نن په یوه غونډه کې وویل: «بېله ټاکنو او د خلکو له رایو د مشروعيت بله هیڅ لاره نشته، هیڅ پرېکړه هم؛ که څه هم د یوه هیواد د لوړ رتبه کس له خوا لاسلیک شي چې غیر قانوني وي د باور وړ نه ده.»

د بدلون او دوام ډلي یو بل غړی ضیا مسعود بیا وايي‌ چي چا ته به اجازه ور نه کړي چې د هیواد حالت له ګډوډۍ سره مخامخ کړي او د یوه داسې نظام غوښتونکي دي چې ځواب ویونکی وي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون هم د ټاکنو کمېسیون په څېر ټینګا کوي چې نور نو یوې ډلي ته هم د بهانې ځای پاته نه دی او باید پایلي ومني.

محسني وايي په اوومه علني غونډه کې یې په کابل،‌ ننګرهار، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوي شکایتونه د ټاکنو کمېسیون او اشرف غني احمدزي ډلې پر وړاندي وارزول.

د ځينو راپورونو له مخي ټاکل شوې ده چې د را رواني چهار شنبې په ورځ به د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې د ملګرو ملتونو په شتون کې د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شي.