1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تلويزيون ډيره کتنه، کيدای سي د مړني سبب وگرځي

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

د يوې امريکايي څېړني پر اساس د تلويزون مخ ته ډير وخت تيرول د زړه او شکري په ناروغيو کي د ډيروالي باعث ګرځي او کيدای سي د مړيني سبب هم وګرځي.

https://p.dw.com/p/11dQY
د تلويزيون د کتو پر مهال
د تلويزيون د کتو پر مهالانځور: Philips

د هارورډ د درملني د مکتب د څيړني څخه دا هم څرګنده سوې چي د ورځي د دوه ساعته تلويزون کتل هم د صحت له پاره ښه نه دی.

پدغه څيړنه کي راغلي چي په عمومي توګه امريکايان د ورځي پنځه ساعته د تلويزون مخ ته تيروي، همداراز استراليان او اروپايان د ورځي د درې نيمو ساعتونو څخه تر څلورو ساعتونو پوري تلويزون ګوري.

د دغي څېړني مشر، فرانک هو، وايي چي د ده پيغام روښانه دی:« د تلويزون په کم کتو سره د شکري او د زړه په ناروغيو کي کموالی راتلای سي.»

د هغه په وينا هغه څوک چي د تلويزون مخ ته کښېني نو هغوی لږ سپورت کوي او داسي خوراک کوي چي د صحت له پاره ګټورنه وي، دغه ټول څيزونه د دې باعث کيږي چي د مرضونو خطر زيات کړي.

د تلويزون د زياتي ليدني په اړه دا لومړنۍ څېړنه نه ده، بلکه تردې وړاندي هم داسي څېړني تر سره سوي چي په پايله کي د ډير تلويزون کتل د چاغښت او د فشار د لوړيدو باعث کيږي.

ياده څېړنه د امريکا د طبي ټولوني په مجله کي خپره سوې. پدغه څيړنه کي د اوو کلونو څخه تر لسو کلونو عمر لرونکي 200 زره خلکو په نظر کي نيول سوي وو.

پدغه خلکو چي دا څېړنه تر سره سوي تردې وړاندي په کوم مرض اخته نه وو، د دغه څېړني پر اساس دا خبره سمه ده چي د زيات تلويزون د کتو له امله خطرناک مرضونه پيدا کيږي.

خو دا خبره لا تر اوسه نه ده روښانه سوې چي يوازي د تلويزون د کتو له امله دغه مرضونه پيدا کيږي.

دويچه ويله/ سيد رياض
کتونکي : نجيب الله زيارمل