1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه وتړل شوه

۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو په درشل کې د تورخم دروازه د څو ورځو له پاره تړل شوې ده. تورخم څه موده وړاندې په ۲۴ ساعته ډول پرانیستل شوې وه.

https://p.dw.com/p/3QGTV
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د ننگرهار د والي وياند د پنجشنبې په ورځ دويچه ويله ته وويل چي د تورخم ښارگوټي لار د ولسمشريزو ټاکنو په خاطر تړل شوې ده.

هغه وويل: »د تورخم ښارگوټي لار له نن [پنجشنبې] د رواني مياشتي تر ۷نېټې پوري به د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې وي او له سبا[جمعې ورځي] څخه د ټاکنو ورځي تر پای ته رسېدو پوري به د مسافرو دتگ راتگ پر مخ تړلې وې«.

په خیبر پښتونخوا ایالات کې د مهاجرو چارو ریاست هم ويلي دي چې د تورخم دروازه به د لنډو وخت له پاره تړلې وي.

او د ننګرهار د والي ویاند د فیسبوک په یوه پیغام کې د لنډ وخت له پاره د تورخم د دروازې د تړل کیدو خبر ورکړی دی.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

چارواکو ويلي دي چې خلک او د بار وړونکو موټرو چلوونکي دي په دغه موده کې تورخم ته له ورتګه ډډه وکړي، څو له احتمالي ستونزو سره مخامخ نه شي.

د تورخم دروازه د سپتمبر میاشتې له دوهمې نیټې راهیسې په ازمایښتي ډول د شپې او ورځې له خوا پرانیستل شوې وه. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یو شمیر افغان چارواکو سره په ګډه د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه په رسمي ډول د تورخم ترمینل خدمات د ورځې او شپې له خوا پرانیستل.

د دروازې د تړلو خبرتیا په داسې وخت کې ورکول کیږي چې په افغانستان کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د شپې پر ۱۲ بجو ټاکنیز کمپیانونه بند شول او د ۴۸ ساعتونو له پاره د چوپتیا دوره پیل شوه.

په پام کې ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر میاشتې پر ۲۸/ د تلې ۶ نیټه تر سره شي.