1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورنادو کشافي الوتکې او افغانستان

۱۳۸۵ دی ۱۵, جمعه

په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموريت د پراخولو لپاره د ناتو له خوا غوښتنې وار په وار زياتېږي. داسې غوښتنې په نوموړي هېواد کې د آلمان د کشافي الوتکو تورنادو څخه د کار اخېستو احتمال هم زياتوي. که څه هم تر اوسه پورې د آلمان حکومت د دغه نوي ماموريت لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې، خو د دغه هېواد ورځپاڼو په خپلو تبصرو او ارزونو کې بېلابېل غبرگونونه ښودلي

https://p.dw.com/p/DKFq
د تورنادو يوه کشافي الوتکه
د تورنادو يوه کشافي الوتکهانځور: AP

د لوبیکر خبري ورځپاڼه، Lübecker Nachrichten, د تېرې اونۍ په يوه گڼه کې په افغانستان کې د آلمان د هوايي قوې څخه احتمالي کار اخیستنه تر څیړنې لاندې نیولی او لیکي:
“ داسی گمان کیږی چی گواکی د تورنادو کشافی الوتکی کیدای شی چی دوه ډوله ماموریت ولری. یو دا چی له هغو څخه د کار اخیستو سره به طالبان وویرول شی او دوهم داچی د آلمان د متحدینو رضایت به هم ترلاسه شی. خو رښتیا خبره دا ده که چیری د دغو الوتکو دکاراخیستو لپاره پریکړه وشی، نو آلمان په افغانستان کی خپل اوسنی ماموریت تر پوښتنی لاند ی راولی. له دی کار سره د آلمان فیدرال حکومت له یو خوا د پیاده قواوو څخه کار اخیستل ردوی، خو هوائی قواوو ته شین چراغ ورکوی. ورځپاڼه وائی : پوځی عملیات هېڅکله سوله راوستلی نه شی. هغه یواځی کولای شی چی د یو سیاسی حل لپاره یوه لاره پرانیځی. له بده مرغه په افغانستان که له وخت څخه ښه گټه وانه اخیستل شوه.”

خو بله آلمان ورځپاڼه، Die Märkische Allgemeine چی په پوتسدم کی خپریږی، په افغانستان کی د آلمانی قواوو د ماموریت پراخیدل یوه معقول کار گڼی او وائی :
“ هر هغه چاته چی لږ څه د افغانستان په هکله معلومات وی پوهیږی، چی د نوموړی هیواد په جنوب کی د طالبانو احتمالی بریالیتوب ، په شمال کی هم د بیارغانوی پروسه له گواښ سره مخامخوی. هرمرو آلمانان هم نه غواړی چی د افغانستان په جنوب کی دی د ایساف ماموریت ناکامه شی. مخکی له دی چی دبیا رغاونی مرسته کونکی د عمل ډگر ته ودانگی، سوله باید ټینگه شی.د Die Märkische Allgemeine د خپلی تبصری په پای کی وائی: د داسی واقعیت په پام کی نیونی سره، غوره ده چی د کشافی الوتکو ، تورنادو له کار اخیستو سره، آلمان له خپلو متحدینو څخه ملاتړ وکړی او دا ډول ملاتړ آلمان ته ډیر زیات خطر هم ځان سره نه لری.”
خو بله آلمانی ورځپاڼه، Wiesbadener Kurier په ټولیزه توگه په بهر کی د آلمان د پوځی عملیاتو په هکله اندیښنه لری . ورځپانه په خپلی تبصری کی وائی:
“ د آلمان پوځی بهرنی عملیات چی تر اوسه پوری شوی، ښیی چی د فیدرال پوځ په اوږو باندی ایښودل شوئ پیټی همدا اوس دروند دئ. په افغانستان او یا د نړی په یوه بل گوټ کی له پوځی عملیاتو څخه د لاس اخیستی لپاره، له بد مرغه سیاسی اراده کمزوری ده . هغه پیسی چی د پوځی عملیاتو لپاره لگوو، غوره ده چی هغه په بیا رغاونی ولگوو. له پوځی عملیاتو سره، له یوی خوا په خپل هیواد کی تروریستی حملی لمسوو او له بلی خوا په بهر کی دخپلو عسکرو ژوند له خطر سره مخامخوو.د Wiesbadener Kurierد خپلی تبصری په یوه برخه کی یادونه کوی: “ په افغانستان کی له پوځی لارو چارو څخه کار اخیستل غلط ثابت شول. “

بلی آلمانی ورځپاڼی، Kölner Stadtanzeiger هم په افغانستان کی د آلمان د کشافی الوتکو، تورنادو څخه احتمالی کار اخیستنې موضوع تر ارزونې لاندی نیولی او د آلمان حکومت ته گوته نیسی چی د دغه هیواد د پارلمان له پریکړی څخه پرته دی ، په خپل سره اقدام نه کوی:
ورځپانی په خپلی ننی گڼی کی لیکلی دی: “ په داسی حال کی چی په افغانستان د امن او ثبات ټینگښت خورا مهم امر دئ، د آلمان فیدارل حکومت باید داسی لارو چارو ته مخه نه کړی چی تیر ایستوکی بڼه ولری. ښائی د ائتلافی حکومت حقوقی کار پوهان په افغانستان کی د تورنادو د الوتکو څخه د کار اخیستو ته موافق نظر ورکړی، خو د آلمان د پارلمان له موافقی څخه پرته به هغه ډیری ناخوالی پایلی ولری. “