1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توندلارو پر ضد جگړې د تاجکستان د حکومت کمزورۍ بربنډي کړي

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

د کارپوهانو په آند په تاجکستان کي د توندلارو اسلامپالو د له منځه وړلو دپاره پراخو عملياتو د تاجکستان د حکومت يو شمېر کمزورۍ او مجبوريتونه په ډاگه کړي دي.

https://p.dw.com/p/PgBG
انځور: DW/Bukharizade

په تاجکستان کي د يو لړ چاودونو وروسته چي توندلاره اسلامپال يې مسؤلين بلل سوي د دغه هيواد پوځ ستر پوځي عمليات پېل کړل.

په عملياتو کي د الوتکو او ټانکنو تر څنگ د درنو وسلو څخه هم کار واخيستل سو.عمليات د تاجکستان په رشت سيمه کي پېل سول چي د افغانستان و پولې ته څېرمه پرته ده.

خو و توندلارو ته د زيات تاوان رسولو پرته د تاجکستان پوځ په نوموړې غرنۍ سيمه کي سخت گوذارونه وخوړل او لوی تاوانونه يې په برخه سول.

په دوشنبې کي مېشت سياسي څېړونکی عبدالغني محمد عظيموف وايي چي اوس د تاجکستان پوځ د دې گواښ سره مخامخ سوی دی چي په نوموړې سيمه کي د نه ختمېدونکي جنجال سره مخامخ سي:

« که حکومتي ځواکونه د توندلارو په له منځه وړنه کي خپل سرأت ټيټ کړي نو هغه به د افغانستان پلو ته واوړي او د ژمي د پای ته رسېدو انتظار به پېل کړي. په پسرلي کي به بيا دغه توندلاري بېرته د تاجکستان و ختيځ ته را ستانه سي.»

عظيموف وايي چي پداسي حال کي چي د تاجکستان سرحدي ساتونکي تر اوسه پوري په ناقانونه توگه تر پولي تېرېدني مخ نيوی نه سي کولای داسي يو کړکېچ ډېر زيات اوږدېلای سي.

تاجکستان چي د شوروي د ماتېدو وروسته په منځ ته راغليو هيوادونو کي تر ټولو مسکين هيواد بلل کيږي د تيرو دوؤ مياشتو د ناکراريو له وجي ډېر ځپل سوی دی.

د شوروي څخه د آزادېدو وروسته پدغه هيواد کي د اسلامپالو او د تاجک ولسمشر امام علي رحمان د ملاتړو تر منځ کورنۍ جگړه رامنځ ته سوه چي تر 1997م مېلادي کال پوري يې دوام وکړی. پدغه کورنۍ جگړه کي په لسگونو زره انسانان ووژل سول.

د تاجکستان وروستۍ ناکرارۍ هغه وخت پېل سوې، کله چي د روان کال د اګست په مياشت کي 25 تنه توندلاري د دوشنبې د يو زندان څخه په تښتېدلو بريالي سوه او ځان يې د افغانستان و 1300 کيلوميتره اوږدې سرحدي سيمي ته ورسول او هلته پټ سول.

تر هغه وروسته په سپتمبر کي د رشت په دره کي د پوځ پر کاروان بريد 28 عسکر ووژل. د ازبکستان اسلامي غورځنگ چي د القاعدې سره اړيکي لري ددغه بريد پړه په غاړه واخيسته.

د اکتوبر په مياشت کي په پوځي عملياتو کي 36 عسکر ووژل سول چي له وجي يې داسي اندېښنې رامنځ ته سوې چي حکومت د تاوتريخوالي د له منځه وړلو جوگه ندی.

په کولمبيا پوهنتون کي دسيمي د امنيتي چارو کارپوه الېکزانډر کُولي وايي چي د کورنې جگړې د پای ته رسېدلو وروسته اوسنی کړکېچ د تاجکستان د تاريخ تر ټولو ستر کړکېچ دی.

نوموړی وايي چي دغه کړکېچ د بشپړه سيمي پر امنيتي وضعيت منفي اغېزه درلودلای سي.

« په سيمه کي د ناکراريو د زياتېدو او د ټيکاو د له منځه تلو نښي نښانې تر سترگو کيږي. د تاجکستان پېژندل سوی حساسه امنيت او سياسي ټيکاو اوس د گواښ سره مخامخ دی.»

کُولې زياتوي چي که تاجکستان ناکامه سي نو دغه ډرامه به د افغانستان څخه نېولې بيا تر ټولو پخواني شوروي جمهوريتونو پوري وغځيږي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل