1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تير کال په پرتله سږ کال د جرمني د سلاو په صادراتو کي لږوالی راغلی

۱۳۸۷ آذر ۲۸, پنجشنبه

تير کال آلمان د 3,7 ملياردو ډالرو په ارزښت سلاوي او نور تسليحاتي وسايل بهرنيو هيوادونو ته صادر کړي و ولي سږ کال يې په صادراتو کي نيم مليارد يورو کموالی راغلی

https://p.dw.com/p/GIyw
جرمني ټانکونه
جرمني ټانکونهانځور: picture-alliance / dpa

دغه خبر نن د آلمان دحکومت له خوا خپور شوې. څنګه چي د 2007 ميلادي کال دسلاو د صادراتو په رپوټ کي ويل شوي دي، په دغه کال کي آلمانانو زياتره په اصطلا خفيفه سلاوي هغه هيوادونو ته صادري کړي دي چي د اروپايي ټولني يا دناټود غړو هيوادونو په کتار کي نه راځي.

که چيري د آلمان د سږني کال دسلاو د صادراتو مجموعي اندازه د 2006 ميلادي کال د مجموعي اندازې سره پرتله شي، نو په دغه اندازه کي څه نا څه په سلو کي 15 يا د 1,1 مليارد يورو په بيه کموالی لیدل کيږي او د آلمانانو دسلاو دصادراتو دڅلورو برخو څخه درې برخي د اروپايي ټولني دناټو يا هغه هيوادونو ته صادر شوي، چي په اصطلا ناټو غړيو هيوادونو ته ورته هيوادونه بلل کيږي. خو له دغه هيواده څخه سلاوی لانجه ځپلو سیموته هم صادر شویي چيai او د بشر د حقونو دپلوي نورو ټولنو له خوا پرې نيوکي سوي.

آلمانانو په روان ميلادي کال کي د 4,4 مليونو يورو په ارزښت سره په اصطلا خفيفه سلاوي، پرمختيايي هیوادونو ته صادري کړي. خو ai وايي چي: آلمان حکومت په روان کال کي د 2006 ميلادي کال په پرتله بهر ته په اصطلا دخفيفه سلاو لکه تمانچي ، خفيفه ماشينګڼي او نورو دغه راز سلاو صادرات تقريباً دوه چنده زیات کړي. دغه راز سلاوي زياتره د نورو هیوادونو تر څنګ ماليزيا، فلپاين، سعودي عربستان ، او مکسیکو ته لیږل سوي.

د بشر دحقونو پلوي سازمان ai ته دا پوښتنه پیدا کيږي چي د جرمني دحکومت انګيزه په دې کا رکي چي په اصطلا دغه راز خفيفه سلاوي دي هغه هیوادونو ته وليږل سي،چي هلته د بشري بنيادي حقونو رعايت هسي چي ښايي، نه کيږي څه و؟ دغه پوښتنه دai دسازمان دسلاو د چارو کا رپوهMathias John کوي او دا هم وايي چي په تيره بيا پاکستان ته د اوبو لاندي بيړيو صادورول په حقیقت کي د اور پرلمبو باندي په اصطلا دتيلو دپاشولو مانا ورکوي.

پاکستان يوه لانجه ځپلي سیمه بلل کيږي او له بله پلوه دغه هيواد به د اوبو لاندی دغه بيړيو څخه د اټومي سلاو د انتقال دپاره هم کار واخلي.د آلمان د اتحادي جمهوريت په اتحادي پارلمان کي به ددغه هیواد دشنو دګوند دپارلماني ډلي په وړانديز سره نن د جرمني د حکومت دسلاو د صادراتو پر سياست باندي خبري وشي. او د آلمان په اتحادي پارلمان کي د شنو ګوند غواړي چي پاکستان ته د آلماني اوبو لاندي بيړيو د صادرولو په هکله په پارلمان کي عمومي رای ګيري وشي.

د ليوپارد دوه په نامه آلماني ټانکونه هم په بهرنيو هیوادونو کي ډیر ښه بازار لري او دغه سلاوي زياتره چلي، يو نان او ترکيې ته صادر شوي.د SIPRI په نامه دسولي د څيړونکي انستیتوت په رپوټ کي آلمان دسلاو د صادرونکو هيوادونو په کتارکي د امريکا دمتحده ايالتونو او روسيې نه وروسته دريم دسلاو ستر صادرونکی هيواد بلل کیږي. که چيري په دې معیار سره وسنجول شي چي آلمانان کومو هيوادونو ته دسلاو د صادرولو په برخه کي په آسانۍ سره موافقه کوي، نو دامریکا متحده ایالتونه، سویس لويه برتانيه، افغانستان او ايټالیا د آلمان دسلاو دمهمو اخيستونکو هيوادونو په کتار کي شمېرل کيداي شي.