1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تیموشینکو د روغتیا په هلکه انديښنې زیاتې شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/14pRr

د اوکراین د پخوانې لومړۍ وزیرې یولیا تیموشینکو، چې په زندان کې ئې د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړې، روغتیايي وضعه ئې نوره هم خرابه شوې ده، دا خبره د هغې د لور په حواله شوي ده.

د هغې لور د المان له یوې تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د کورنۍ د غړو لخوا د نه خوړولو د اعتصاب د ختمولو ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او اپوزیسیون د مشرې سره د چلند پر سر د اروپا او اوکراین تر منځ لانجه راپورته شوې ده او په دغه هیواد کې د اروپا د فټبال د اتلولیو د لوبو د بایکاټ بحثونه هم ګرم دي.

د اروپايي کمیسیون ټولو غړو اعلان وکړ چې په دغه لوبو به کې ګډون ونه کړي.

له بله پلوه بیا د بښنې نړۍ وال سازمان ویلي دي چې سیاست وال او لوبو سره تړاو درلودونکي نور کسان باید اوکراین ته سفر وکړي او دغلته د بشري حقونو سرغړونو ته د نړیوالو پام راوګرځوي.