1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تیکواندو نامتو ورزشکارې ایران ته شا ورواړوله

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د تیکواندو ورزشکاره او المپیک مډال گټونکې، کیمیا علیزازه په اجتماعي رسنیو کي خپل ځان «یوه د ملیونونو مظلومو ایراني ښځو» له جملې څخه بللې او ویلي یې دي نور نه غواړي د ایران د پروپاگنډ وسیله وگرځي.

https://p.dw.com/p/3W6Tc
Kimia Alizadeh | 2016 Rio Olympics - Taekwondo
کیمیا عیزاده په ۲۰۱۶ م کال کي د ریو دي ژنیرو د المپیک په مسابقو کي انځور: Reuters/I. Kato

کیمیا علیزازه یوه د لومړنیو او تر اوسه پوري یوازنئ ایرانۍ ده، چي د المپیک مسابقه یې گټلې ده. هغې په ۲۰۱۶ م کال کي د ریو دي ژنیرو المپیک مسابقو پر مهال تر ۵۷ کیلوگرامه درجه بندۍ تیکواندو کي د ژیړو مډال وگاټه. خو اوس یې په ناامیدۍ سره خپل هیواد،ایران پرې ایښی او شا ورگرځولې.

دې په انستاگرام کي خپل ځان «یوه د ملیونونو مظلومو ایراني ښځو» له جملې څخه بللې ده. په خبره یې دا خپل ټاټوبی پریږدي، دا ځکه چي نور نه غواړي د چارواکو تبلیغاتي وسیله وگرځي  او له دې کار څخه ډیره ستړې سوې ده. کیمیا علیزازه د نورو ترڅنگ پر دې باندي انتقاد وکړ، چي دا مجبوره کیږي، حجاب واغوندي او د سپورټ چاروکي یې جنسي اعمالو ته په لمن وهلو باندي متهم کړل. هغې همدارنگه لیکلي دي، ددې دا تصمیم چي ایران پریږدې، ډیر سخت خو لازم اقدام ؤ. دغه ۲۱ کلنه اوس په خبره یې اروپا ته تللې ده. دې اضافه کړې: «هیچا زه اروپا ته نه یمه دعوت کړې، زه په خپله خوښه د خپل هیواد څخه دغه دردونکئ لیري والی او فراق  تحمل کومه. ځکه چي زه نه غواړم ددوه مخۍ، درواغو، بې عدالتۍ او چاپلوسۍ یوه برخه واوسیږمه.»

د ایران د نیمه دولتي خبري آژانس، اِسنا په حواله، کیمیا علیزازه په هالنډ کي پناه ورکړې ده.

FIDE | Schach-WM | Schiedsricherin Shohreh Bayat
په شانگهای کي د ایران د سطرنج ریفړۍ، شهره بیاتانځور: Getty Images/AFP

په چین کي د سطرنج د نړیوالي اتلولۍ پر مهال بې له حجابه

کیمیا علیزازه یوازنۍ ورزشکاره نه ده، چي د ایران سختو اسلامي مقرراتو ته تسلیمیدل  نه غواړي. په شانگهای کي د ښځو د سطرنج د نړیوالي اتلولۍ پر مهال د ایران د سطرنج مشره ریفرۍ، شهره بیات په خپل هیواد کي د چارواکو د قهر او غضب رامنځته کیدو سبب سوه. د سطرنج د مسابقو تر څلورمي ورځي وروسته دغه ۳۲ کلنه قصدأ بې له حجابه راظاهره سوه او د دولتي رسنیو او ایران د سطرنج د اتحادیې  پروا یې ونه کړه. بیات وروسته د جرمني د لومړي ټلویزوني چینل سره په مرکه کي وویل، چي تهدیدونو ته په کتو سره تر مسابقو وروسته بیرته ایران ته ستنه نه سوه.