1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت د یوه جاپاني وژل اعلان کړل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

د جاپان لومړي وزیر ویلي دي د هغې ویدیو د اصلیت امکان لوړ دی چې په کې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې له خوا د یوه جاپاني تبعه وژل اعلانیږي. هغه همداراز ټینگار وکړ چې هیواد به یې ترهگرۍ ته تسلیم نه شي.

https://p.dw.com/p/1EQ8r
Japans Premierminister Shinzo Abe äußert sich zu den Entführten von ISIS
د جاپان لومړی وزیرانځور: Reuters/Kyodo

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې، د یکشنبې په ورځ وویل چې اوس کارپوهان د هغې ویدیو د ارزونې په حال کې دي چې په کې د یوه جاپانی یرغمل شوي وگړي هارونا یاکاوا، وژنه اعلانیږي. دې جاپاني چارواکي زیاته کړه چې تر اوسه پورې داسې کوم دلیل نه دی موندل شوی چې له مخې یې د ویدیو پر اصلیت باندې شک وشي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «موږ د ویدیو د اصلیت د معلومولو په حال کې یو، او په خواشینۍ سره تر اوسه پورې داسې کوم دلیل نه لرو چې له مخې یې ووایو چې د دې ویدیو د اصلیت امکان ډیر نه دی.» ابي وویل چې اوس هم څیړنې روانې ترڅو دا خبره په بشپړه توگه تایید شي چې خپره شوې ویدیو اصلي ده. هغه زیاته کړه: «هغه نه زغمیدونکي غم او درد ته په کتو سره چې اوس د قرباني کورنۍ ورسره مخامخ ده، زه هیڅ هم نه شم ویلی.»

د جاپان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې د اسلامي دولت دغه کار په کلکو ټکو وغنده او ویې ویل: «دا د ترهگری یو ظالمانه او نه منلو عمل دی. دې کار زه په غوصه کړی یم.»

ابي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې هیواد به یې ترهگری ته تسلیم نه شي او پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته دوام وکړي.

تر دې مخکې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې چې د عراق او سوریې ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې لري او په کې یې اسلامي خلافت اعلان کړی دی، جاپان ته د جمعې ورځ د ضرب الاجل په توگه ټاکلې وه چې د دوو چاپاني اتباعو د خلاصون له پاره دې ډلې ته ۲۰۰ میلیونه ډالر ورکړي

هغه جاپانيان چي د «اسلامي دولت» د جنګياليو له خوا يرغمل نيول سوي دي يو يې ۴۷ کلن کینجي ګوتو نومي او ژورنالست دی. دويم کس ۴۲ هارونا ياکاوا وو چي خپل شرکت یې لره. کیجي ګوتو د اکتوبر په مياشت کي د ياکاوا په تلاښ سيمي ته ورغلی وو او هڅه يې کوله چي هغه وژغوري.

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د تېر مېلادي کال د اګست مياشتي راهيسي پنځه غربي يرغمل سوي اتباع وژلي دي. دغه ډله چي د سوريې او عراق پر پراخو سيمو باندي کنټرول لري، د لومړي ځل له پاره د جاپاني اتباعو د وژلو ګواښ کوي. دا تر هغه وروسته چي د جاپان لومړي وزير شينزو ابې اعلان وکړ چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي به له منځني ختيځ سره د ۲۰۰ مليونه ډالرو مرسته وکړي.

د یاکاوا احتمالي وژنه په نړیواله کچه غندل شوې ده. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوما، دغه «ظالمانه عمل» په کلکه غندلی دی او ویلي یې دي چې هیواد یې د چاپان تر څنگ ولاړ دی.

د اسلامي دولت له خوا په خپره شوې ویدیو کې د کینجي ګوتو یو انځور ښوول کیږي چې په لاس کې یې یو بل داسې انځور دی چې د یاکاوا مړی په کې ښکاري. گوتو بیا په همدې ویدیو کې وایي چې د اسلامي دولت جنگیالي کیدای شي د هغه ژوند د عراق له خوا د یوه نیول شوي ځانمرگي برید کوونکي د آزادیدو په بدل کې، وبخښي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب