1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان پارلمان خپلې مرستې بيا پيل کړی دی

۱۳۸۶ دی ۲۱, جمعه

توکيو: د جاپان پارلمان تصميم نيولی دی، چې په افغانستان کې د امريکايي قواوو سره خپلې لوژيستيکي مرستې يو ځل بيا پيل کړی.

https://p.dw.com/p/DK7O
انځور: AP

په پارلمان کې نن يو قانون پاس شو، چې له دی وروسته به امريکايي عسکري کښتی د هند په بحر کې د سون موادو څخه ډکی شي. د جاپان اپوزيشن نغوښتل چې جاپان امريکايي کښتيو ته اوبه او تيل ورکړی، کومې چې په افغانستان کې په جگړو کې راگير دي.

اوسنی قانون به يوازی هغو کښتيو سره ته د اوبو او تيل ورکولو اجازه ورکوي، کومې چې په مستقيمه توگه، په جگړو کې دخيل نه دي.