1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جدي شپږمه په افغانستان کي د جګړې او بربادۍ پېل ؤ»

خليل الرحمن اميد (کابل)۱۳۹۳ دی ۶, شنبه

پنځه دېرش کاله وړاندې د مرغومي پر شپږمه نېټه د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان نظامي تیری وکړ. افغان ځوانان له دې ورځې ډېر کم معلومات لري خو له سپینږیرو سره د دې ورځې زیات ترخه یادونه پاته دي.

https://p.dw.com/p/1EAcn
انځور: AP

دکابل یو وسیدونکې چې د خپل مستعار احمد شاه په نامه یی خبری وکړی وویل چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه ورځ د هغه هیڅ نه هیریږي. هغه وايي په دې ورځ د شورویانو پوځونه د خیرخانې د کوتل له لارې د کابل ښار کوټی سنګي سیمې ته ننوتل.

هغه وايي«هغوی د خیر خانې له لارې راغلل، زه په (کوټه یې سنګي) سیمه کې وم چې دوی له دې لارې تېر او د دشت برچي له لارې د دارلامان ماڼۍ ته ننوتل، او حفیظ الله امین یې په داسې حال کې چې مسموم شوی وو له خپل وراره سره یو ځای وواژه.»

احمد شاه چې په هغه وخت کې د خلق د دیموکراتیک گوند غړیتوب یی درلود، وویل:« په لومړیو ورځو کې ټول خلک خوشاله ول، په هر ځای کې اتڼونه کېدل، زه د کروندو په سمونه بوخت وم، او د جمعې په ورځ به مې افتخاري کار کاوه.» نوموړی زیاتوي چې وروسته خلکو له رژ يم څخه مخ واړاوه، ځکه پوه شول چې هغه پردیو پوری تړلی دی. :« بیا جگړی بپل شوی او خلک له خپلو ټاټوبو څخه بهر ته کډه کیدو ته مجبوره شول.»

«دوست که دښمن»

یو شمېر هغه کسان چې د سرو لښکرو د یرغل پر مهال په کابل کې اوسېدل وايي، «روسانو» په خپلو پلټنځایونو کې له افغانانو څخه د «دوست او یا هم د دښمن » د خطاب کولو سره پوښتنه کوله.

۷۳ کلن امیر محمد وايي:« کله به یې چې له مخې تېرېدې، درولې به یې، او ویل به یې چې دوست یې که دښمن، موږ به ورته ویل چې دوست ځکه هیچا هم دښمن نه شوی ورته ویلی.» امیر محمد زیاتوي کله به چې هغوی پر چا شک وکړ او پری ثابته به شوه چې هغه د مقاومت ډلو پوری چې شورویانو ورته د «اشرارو» خطاب کاوه، اړه لري، نو هغه به نیول کیده او زندان ته به استول کیده:. هیڅوک نه پوهیده چې هغه بیا چیرته پیدا کړي.»

وژنې، ورانۍ، او بېځایه کېدل

د افغان مجاهدينو او شوريانو تر منځ سختې نښتي رامنځ ته سوې
د افغان مجاهدينو او شوريانو تر منځ سختې نښتي رامنځ ته سوېانځور: Getty Images

د کابل اوسېدونکي وايي نږدې ټولو افغانانو د شورویانو له یرغل څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیان ولید. عبدالوحید چې د کابل په شمال کې د استالیف اوسېدونکی دی وايي پلار یې د روسانو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ووژل شو او ټوله شتمني یې له منځه تللي ده.

عبدالوحيد زياتوي:« روسان راتلل او موږ ته به یې اشرار ویل او ‌په توپونو به یې ویشتلو. د ځمکې له خوا به یې په توپونو ویشتلو او له هوا څخه به یې بمبارد راباندې کاوه. خلکو ډېر زیانونه ولیدل او مجبور شول چې له خپلو ځایونو څخه بېځایه او کابل ښار ته کډه شي.»

د ترخو ورځو دا شاهد وايي چې د روسانو پر له پسې بریدونو د هغوی ټول کلی ویجاړ کړ، او خلکو به یا د تېښتې او یا هم د مرګ لاره انتخابوله.

بې ساري کډوالي

حامد علمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ویاند په هغو مراسمو کې چې نن (شنبه د مرغومي شپږمه) د شوروي د نظامي لښکرو د غندنې په موخه جوړه شوې وه وویل:« دا یرغل لامل شو چې افغانستان تر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو پورې زیان وویني.»

علمي وویل: «له هرو سلو کسانو څخه د شوروي په یرغل کې ۹ تنه افغانان ووژل شول، ۱۱ تنه ټپیان او معیوب شول، له هرو سلو کسانو څخه له ۳۲ څخه تر ۳۵ پورې خلک ګاونډیو هیوادونو ته کډه کیدو ته مجبوره شول او دا کډوالۍ دغه لوړه اندازه ښيي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته له هیڅ هیواد څخه په یاده کچه انسانان نه دي وتلي».

حفيظ الله امين
حفيظ الله امينانځور: AP

نوموړی وايي:« دا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د سلنې په حساب لویه شمېره ده. سره له دې چې په سوریه کې جګړه روانه ده خو دا د کډوالۍ تر ټولو لویه سلنه ده.»


د مرغومي شپږمه د افغانستان له پاره د بدمرغې پیل

تاریخ پوهان وايي د شوروي جګړې سره له دې چې افغانانو ته لویه مرګژوبله واړوله ستر مالي زیانونه یې هم اړولي دي. د تاریخي چارو کار پوه عبدالستار شریفزاده وايي چې د خلق د دیموکراتیک گوند د ثور له کودتا سره د افغانستان په نوي تاریخ کې سیاسي بی ثباتی او غمیزه پیل شوه.

شريفزاده زياتوي چې د نوموړي گوند د دو ډلو «خلق او پرچم» .د واکمنې په موده کې ډير خلک ونیول شول او د ديرو خلکو «مړی او ژوندي» تر نن ورځي پوری نا معلوم دی.

دغه تاریخ پوه وايي د مرغومي ‌پر شپږمه د شورویانو برید د افغانستان د ټولو بدبختیو پیلامه وه،‌ او همدا یرغل سبب شو چې تر نن افغانان د جگړې په اور کې سوځي.