1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني اقتصاد په حیرانونکي توگه پیاوړی کیږي

آژانسونه/ م.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د جرمني اقتصاد د کال په لمړی ربعه کي ډیر زیات پیاوړی سوی. د هغه علت د شخصي لگښتونو لوړیدل او ورسره یوځای پانگه اچوني وې. خو ددې برعکس بهرني تجارت لږ وده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1InQx
Deutsche Wirtschaft schrumpft im Winter
انځور: picture-alliance/dpa

په ټوله نړۍ کي پراقتصادي ضعیفه حالت سربیره، د جرمني اقتصاد د کال په لمړۍ ربعه کي ډیر پیاوړی سوی. ډیره سودا اخیستل، لوړ دولتي لگښتونه او ډیري پانگه اچوني ددې سبب سوې چي له جنوري میاشتي څخه تر مارچ پوري اقتصاد ۰،۷ سلنه وده وکړي.

دغه خبر د احصايې مرکزي دفتر د جمعې په ورځ ورکړ. دا هم په داسي حال کي ده چي اقتصادپوهانو د ۲۰۱۶م کال په لمړۍ ربعه کي د ۰،۳ سلنه اټکل کړی وو.

له بله اړخه په داسي حال کي چي د ډیرو کسانو له گومارل کیدو، معاشونو لوړیدو او لږ انفلاسیون له برکته د خلگو په جیبونو کي ډیري پیسې ولویدې، حکومت بيا اړ وو چي د مهاجرو د پالني او سرپناوو په خاطر ډیري پیسې ولگوي.

ښې هوا مرسته وکړه

د هوا د سمښت له کبله هم په تعمیراتي او هم تولیدي او استهلاکي برخه کي ډیري پانگه وني وسوې. له معمول سره سم د ژمي پر موسم کارونه بند نه سول. خو د خارجي تجارت په برخه بيا کي جرمني ته ډیره گټه ونه رسیده، ځکه چي په دغو درو میاشتو کي واردات تر صادراتو ډیر ول.

د هغه علت زیاتره د پرمختگ په درشل کي لویو هيوادونو لکه روسیې او چین له طرفه د لږو مالونو رانیول ول.