1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني او روسيې تر منځ ډيالوګ او خبري اتري

۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

د جرمني- روسيې تر منځ د پيترسبورګر د ډيالوګ عنعنوي 9 غونډه دا پلا په مونشن کښي ، دپرون سه شنبه څخه ددووورځو دپاره شروع سول،اوسبا به د هغه په تعقيب حکومتي مشورې او خبري هم پيل سی ...

https://p.dw.com/p/IpYg
په مونشن کښي د پیترسبورګر ډيالوګ غونډه شروع سوې ده
په مونشن کښي د پیترسبورګر ډيالوګ غونډه شروع سوې دهانځور: DW

که څه هم د پيترسبورګر د ډيالوګ د اوسنۍ غونډي اصلي موضوع د « ټولني له نظره د اقتصادي بحران څخه د راوتو لاري چاري » دي ،خو سربيره پر هغه ددغي غونډي په 8 کاري ګروپو کښي يوازي پر اقتصادي بحران غلبه حاصلولو باندي خبري ندي .

مثلأ د روسېې دجمهوررييس ميدويديف په پيشنهاد ديوه ګروپ کار دادی چه د يوه نوي امنيتي سياست په باب نظريات وړاندي کي . ميدويديف په پخوا وختو کښي هميشه د ناټو د لانجمن شرفي پراختيا له کبله د يوې نوي طرحي غوښتنه کړيوه . د روسيې سرحدو ته د لويديزو هيوادو د نظامي پکټ ،ناټو نژدې کيدل پخپله ددغه هيواد دپاره خطر ګرزيدلی دی .

ميدويديف وايي ،«موږ په هيڅ ډول کشمکشونه نه غواړو . د روسيې بريالۍ وده يوازي په ښکاره او مساوي بين امللي مناسباتو پوري اړه لري . په همدغه کښي موږ د نړۍ د امنيت تضمين وينو .»

مسکو داسي يوه حالت ته ترجيح ورکوي ،چه په هغه کښي نظامي تړونونه نه وي ،هغه چه د نورو هيوادو د امنيت په ضرر تماميږي . خو د اروپايي ټولني لخوا بيا د ميدويديف دغه نظرياتو ته د شک په سترګه کتل کيږي .

Petersburger Dialoge
انځور: DW / Mannteufel

د جون په آخره کښی د OSZE د سرمشريزي پر وخت لا د اروپايي ټولني لوی ډيپلومات خاوير سولانا ويلي وه چه د ناټو او OSZE اساسي جوړښت نبايد تر پوښتنبي لاندي راسي . دا د پيترسبورګر د ډيالوګ د اوسنۍ غونډي دپاره پوره مواد دي چه بحث پر وسي .

د «اتلانتيک څخه تر ولادواستوک پوري د اروپايي کور» تر عنوان لاندي به د مونشن په اوسني کنفرانس کښي پر همدغه موضوع باندي خبري وسي .

د غونډي د يوه بل ګروپ «مدني ټولني » علاقه بيا د يوې مهمي داخلي – سياسي موضوع سره ده . هغه بايد پر دې خبري وکي چه په روسيه کښي مدني ټولني د کمو ممانعتو او قيوداتو سره مخامخ دي .

په اوسني وخت کښي د NGO ګانو پر قانون باندي د سره کار کيږي . د کال په سر کښي ميدويديف دبشر د حقوقو د يوه سازمان سره د ليدني کتني پر وخت ددغه قانون د تغيريدو وعده ورکړېوه ،چه د غير حکومتي سازمانو کار به آسانه کي .

د روسيې د مدني ټولني او بشري حقونو د شورا مشره اِلا پامفيلووا دوروستيو تحولاتو څخه خوشاله ده ،او وايي چه هغه به د مدني ټولنو د ودي دپاره ښه شرايط رامنځته کي .

په دغه برخه کي بايد حکومت ددغي ساحې په مالي برخه کښي هم نور قدمونه پورته کي .

د جرمني- روسيې د مدني ټولني د روابطو کورديناتور اندرياس شوکِن هوف د NGO ګانو پر قانون باندي د سره کار کول يو مهم لمړنی قدم بولي .

د جرمني- روسيې حکومتي مشورې او خبري به سبا پنجشنبه په مونشن کښي شروع سي . ويل کيږي چه د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل به هلته د روسېې دجمهوررييس ديميتري ميدويديف سره د اقليمي مسايلو،د اقتصادي بحران سره د مبارزې او ايران په باب سلا مشورې وکي .

سټيفان لاک/

کتونکي : محمد قاسم نوري