1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني او سوريې تر منځ يوه ګډه اقتصادي جرګه ګۍ جوړه سوې

۱۳۸۸ اسفند ۴, سه‌شنبه

دسوريې اقتصاد دبهرنيانو په وړاندي هم خپلي دروازي خلاصي کړي دي المانيان هم هلته پانګه اچولای سي...

https://p.dw.com/p/M8r9
د سوريې د ماليې وزارت
د سوريې د ماليې وزارتانځور: AP

عمر کارکور چي دسوريي له مخکښو متصديانوڅخه دي وايي:

«المان بايد په دې پوه شي چي د شخصي اقتصاد اهميت په سوريي کي ورځ په ورځ ډيريږي او وضعه دپخواپه شان نده، اوس دولت تل بيا بيا موږ ته مهمي پروژې په لاس راکوي.»

کرکور له بهرنيو هيوادونوڅخه موټر د مثال په دول فولکس واګن، اودي ، اوسکودا واردوي اوپخپله په سوريه کي د خوراکي شيانو سوداګري کوي.دي د دوشنبي له ورځي راهيسي دالمان اودسوريي دنوي اقتصادي جرګي مشردي. داجرګه به دسوريي اودالمان ترمنځ سوداګري چي مخ په لږيدو ده بيرته په مثبت لوري بوزي اوپدي ضمن کي کرکور دالمان دبريالي اقتصاد له نموني سره سم عمل کول غواړي او وايي چي دانمونه په سوريي کي هم تطبيقيداي شي .دسوريي اقتصادي سلاکارسمير سيفان هم

«موږ بايده دي ځانونه داذاد باذار په تولنيز اقتصاد باندي متمرکز کړو او ټولنيزي جنبي ته يي زيادتره پام وکړو .يعني ډيرتوليد چي دلږو کسانوپه لاسونوکي پاتي شي بايد ونکړو.اوډيري پيسي پريونه ګټو . ځکه چي انصاف او عدالت بايده دي دډير توليد په خاطر هيرنشي.»

په نورو تو سره داسي نشي کيداي چي دټولني ستره برخه غريبه پاتي شي، ترڅو چي دهغي يوه وړه برخه بډايه شي .سوريه دمرکزي پلان له ډيربيروکرات اقتصاد څخه دځان دراويستلو هڅه کوي که څه هم دغه هيواد دامريکا دمتحده ايالتونو لخوا ۵کاله دمخه پدوي باندي دبنديزونودلګولو له امله په تجريد کي دي، خو دامريکا اوسني جمهوررييس بارک اوباماکوشش کوي چي له دغه هيواده سره خپل اړيکي بيرته نژدي کړي اوغواړي چي بيانوموړي هيواد ته خپل سفير ورو استوي.همدغه ډول به دمعيين ففنبخ په نظر دالمان اودسوريي ترمنځ دسوداګرۍ اړيکي دګډي اقتصادي جرګي دجوړيدو له لاري نژدي شي ده په دمشق کي ددي جرګي دپرانيستلو په وخت کي ويلي دي چي:

«دماپه نظر داډيره مهمه ده چي متصديان يو بل وپيژني له يو بل سره خبري وکړي اودحکومت لخوا دهغه لپاره مثبت چوکاټ منځ ته راوستل شي .دالمان اودسوريي دا اقتصادي جرګه دسوريي په غوښتنه منځته راوړل شويده دادماپه نظردسوداګري داړيکو دښه کيدو ښه نښه ده . اومونږ به که مو دا وړاندييز نواي منلي هوښيار نوي .اوداهم لږ ليدل شوي ندي چي په اقتصادي ساحه کي مثبتي ودي په تولنيزي ساحي باندي هم ښه اغيزه لري.»

تراوسه پوري لا دسوريي ددولت پړسيدلي بيروکراسي ، اداري فساد، اوبي اعتمادي ډيره زياته ده .اکثرا سوريايي تصدۍ په نړيوال ډول سيالي نشي کولاي .دهمدي لپاره ارو پايي ټولنه وړو او منځنيو لويو تصديو ته مرستي سرته رسوي. داروپايي ټولني لخوادتصديود سره تړل کيدو معاهده دلاسليک کولو لپاره چمتو ده. اوپدي ډول سوريه دخبيثو هيوادونوله کتاره څخه راويستل کيږي.

Leidholdt, Ulrich/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل