1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني تر بيا يوځای کيدو18 کاله وروسته بياهم شرقي برخه شاته پاته ده

۱۳۸۷ مهر ۱۲, جمعه

شاوخوا شل کاله وروسته هم د شرقي جرمني څخه ځوانان وزي، سيمي خالي کيږي مکتبونه تړل کيږي او خالي کورونه نړول کیږي چي ددې ټولو علت بېکاره ده

https://p.dw.com/p/FTSX
د برلين ديوال 19 کاله د مخه په دغه ورځ و نړول سو
د برلين ديوال 19 کاله د مخه په دغه ورځ و نړول سوانځور: AP

دښار جوړولو او ساختماني چارود وزير اعلام هراړخيزه جنبه درلوده . ولف ګنګ ټيفن زې ددغه کال ددوو آلمانو د يوځای کيدو په مناسبت خلګو ته ډيري وعدې ورکړې ،چي د تل په شان يو ډول وې . یعني داچي ډير څه په لاس راغلي دي ، او ډير څه لا هم پاته دي ، چي بايد سرته ورسيږي .

خو دغه خبره د کلو کلو راهيسي په همدې ډول ده . تر اوسه لا دولت د لويديز څخه ختيځ ته د کاله 30 مليارډه ايرو ليږي . چي اصلي دليل يې دادی چي په شرقي برخه کښي د خلګو کلنی عايد د غرب په تناسب 70 فيصده دی . دا چي شرقي برخه به د غربي آلمان سطحي ته څه وخت رسيږي ،کيدای سي يوه بله لسيزه هم وغواړي .

دښار جوړولو او ساختماني چارو وزير ولف ګنګ ټيفن زې هم وايي چي تر څو چي شرق پر خپلو پښو دريږي ، نو هغه د غرب څخه نورو اقتصادي مرستو ته ضرورت لري . چي د اقتصادي څېړنو پروفيسر هارت ويش بلوم هغه د واقعيت سره برابر بولي . او وايي چي:« ددې دپاره ښه چانسونه موجود دي چي په لسو کلو کي شرق د غرب سطحي ته راورسيږي.»

دی چي د هاله دښار د اقتصادي څېړنو په انستيتوت کښي کار کوي ، د شرقي جرمني د اقتصادي پرمختګ په باب تحقيقات کوي . او وايي چي په اوله کي چي هلته فابريکې تړل سوي وې ،چي نبايد تړل سوي وای، اوس فابريکې بیرته په سرعت سره وده کوي . او په ځينو برخو لکه د انرژۍ يا چاپيريال ساتني د تکنالوژۍ په برخه کښي مشهوره کمپنياني شرقي برخي ته راغلي دي ، او همدا اوس لاځيني شرقي برخي د غرب په سطح دي .

د شرقي جرمني څخه ځوانان د وتو په حال کي دي
د شرقي جرمني څخه ځوانان د وتو په حال کي ديانځور: AP

خو په ځينو برخوکښي د اقتصادی ودي د رامنځته کيدو تر څنګ بيا په نورو ځايو کښي ليدل کيږی ، چه ځوانان د شرقي برخي څخه وزي . ځينی ځايونه په کامل ډول خالي کيږي ، او ورسره يوځای نور شيان هم تړل کيږی ، لکه دمکتبوتړل ، د خالي کورو نړول ، اويا ليليو له منځه وړل . د جرمني دښار جوړولواوساختماني چارو وزير ولف ګنګ ټيفن زې د هغه علت د خلګو په بيکارۍ کي بولي .

که څه هم په شرقي برخه کښي د بيکارۍ درجه راکښته سوې ده ، خو بيا هم هغه 13 فيصده ده . دډيرونوروکارو په مقابل کښي هلته لږ معاش ورکول کيږي ، چي بايد د خلګو اضافي احتيجات پوره سي .

د جرمني د چپيانو ګوندعقيده لري چه شرقي جرمني د لږ معاش ورکولو په يوه سيمه بدل سوی دی ،او د بیا يوځای کيدو په مناسبت يې همدانن د اکتوبر د دريمي دپاره د « جرمني په نوو ايالتونو کي د ژوند کولو » تر عنوان لاندي يو رپوټ خپور کړی دی . په دغه رپوټ کښي راغلي دي،چي د ديوال د چپه کيدو څخه تقريبأ شل کاله وروسته هم شرق او غرب سره يو سوي ندي ،او ډير اجتماعي تفاوتونه موجود دي .

په نتيجه کي په شرقي برخه کښي د ځوانانو د وتو او همدارنګه لږو تولداتو له کبله ددغي برخي نفوس هم کميږي ، چي دولت د هغه د مخنيوي دپاره بايد يو څه وکي .