1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني حکومت د آلماني پوځ ماموريت نور هم اوږد کی

۱۳۸۷ مهر ۱۷, چهارشنبه

کابينې سربيره پر دې فيصله وکړه ، چه پر دغه ماموريت باندي 1000 عسکر نور هم وراضافه سي ، چي اوس يې تعداد 4500 تنو ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/FW9u
د آلمان فدرالي حکومت يوه غونډه
د آلمان فدرالي حکومت يوه غونډهانځور: AP

دا ځکه ضروري وه ، چه آلماني پوځ د جولای پر اوله باندي 200 تنه د چټکو عملياتو عسکر افغانستان ته ليږلي وه ، او د هغوی تعداد بيله هغه هم د 3500عسکرو څخه اوښتی ؤ . يو بل شی چه په دغه فيصله کي مهم ؤ، هغه دا ؤ چه د دغه پوځ د ماموريت د تمديد موده د 12 مياشتو په عوض 14مياشتي سوه.

د جرمني د حکومت په عقيده دا کار هم ځکه ضروري ؤ، چه حکومت نه غواړي افغانستان ته د عسکرود ليږلو موضوع يوه انتخاباتي موضوع وګرزي، او څنګه چه په راتلونکی کال کښي په جرمني کي انتخابات تر سره کيږي، نو حکومت غواړي، د نوي حکومت د جوړيدو تر وخته پوري پر دغه موضوع باندي د جر و بحث مخنيوی وکي.

په افغانستان کې به د آلماني سرتېرو شمېر تر 1000 تنو پورې نور هم زيات شي
په افغانستان کې به د آلماني سرتېرو شمېر تر 1000 تنو پورې نور هم زيات شيانځور: AP

د جرمني د خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاین ماير د عيسوي سوسيالسټي اتحاد د ګوند هغه غوښتنه رد کړه، چه غواړي همدا اوس دي د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د راوتلو موضوع معلومه کي. او ويې ويل چه د يوی نيټې په تعينولو سره به هم د خلګو رضايت په آسانۍ سره تر لاسه نسي. ده وويل آلماني پوځ په افغانستان کي د خپلو اهدافو لپاره ندی پاته، بلکه د دې لپاره دی تر څو وکولای سي، يو با امنه افغانستان، افغانانو ته تسليم کي. که څه هم په افغانستان کي ډير څه لاس ته راغلي دي، خو بيا هم په ډيرو ځايو کي لا امنيت ندی تأمين سوی. ځکه نو نسي کيدای چه د جرمني کومک او همدردي بيله هر څه پای ته ورسيږي.

د جرمني د سوسيال ډيموکراټانود ګوند مشر پيټر سټروک هم د کابينې د دغې فیصلې هرکلی وکۍ:

«زه عقيده لرم چه هغه تصميم چه په افغانستان کي دي د آلماني پوځ ماموريت او د عسکروتعداد ډير سي، پر ځای عمل ؤ. زه به خپل ګوند ته توصيه وکړم، چه هغوی هم د دغه تصميم طرفداري وکي. که ناټو د جرمني د حکومت څخه د آواکس د الوتکو غوښتنه وکي ، نو زه توصيه کوم ، چه هغه دي هم ومنل سي.»

داچه د افغانستان څخه دي آلماني پوځ راووزي، نو سټروک هغه هم رد کړه. نن ماپښين به د جرمني پارلمان په خپله لمړنۍ غونډه کي په افغانستان کښي د آلماني پوځ د ماموريت د اوږديدو پر سر خبري اتري وکي.