1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني حکومت د افغان مهاجرو د اخراج د ځنډ پريکړه وکړه

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د جرمني مرکزي او د ايالاتونو حکومتونه سره سلا سول چي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډوي. صدراعظمي ميرکل ويلي دي چي دغه ځنډ به په افغانستان کي د وضعيت تر ارزولو پوري وي.

https://p.dw.com/p/2e0L6
Deutschland Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk

د جرمني صدراعظمي مېرمن انګلا ميرکل نن پنجشنبه په برلين کي وويل چي د افغانستان د امنيتي وضعيت تر ارزولو او په کابل کي د جرمني سفارت چي د تيري ورځي په خونړۍ چاودنه کي سخت تاوان ور رسېدلي د کار تر بيا پيلولو پوري به افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډيږي.

هغې ويلي دي چي دغه ارزونه به تر جولای مياشتي پوري بشپړه سي. خو ويل سوي دي چي هغه پروسه چي مهاجر پخپله خوښه پکښې خپل هيواد ته ستنيږي دوام ومومي.

ميرکل تر دغه خبر لږ مخکي ولي ول چي افغانستان ته به له سره نظر وکړي.

دغه  راز زياته سوې ده چي د هغو مهاجرو چي د جرمني ټولني ته خطر وي او جرمنه ئې کړي وي، دوسيې به ئې په انفرادي توګه څېړل کيږي او اخراجيږي به.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته چي پکښې نژدې ۹۰ کسان ووژل سول او تر ۴۵۰ زيات ټپيان سول، د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير وويل چي افغانستان ته ئې د هغو افغان مهاجرو چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې بيرته اخراج وځنډاوه. خو دغه ځنډ د هغو کسانو په برخه کي وو چي پتېيل سوې وه د چهارشنبې په ماښام کابل ته په يوه الوتکه کي ولېږل سي.

په کابل کي خونړۍ چاودني په جرمني کي د هغو سياستوالي تېشې ته لاستی ورکړ چي افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره ئې مخالفت لاره.

په کابل کي تر چاودني وروسته په جرمني د افغان مهاجرو د اخراج پر جنجالي موضوع يووار بيا تاوده بحثونه پيل سول او ډېرو سياستوالو له حکومته وغوښتل چي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډوي. دوی دغه راز غوښتي دي چي د بهرنيو چارو وزارت بايد يووار بیا د افغانستان وضعيت و ارزوي.

(dpa/NZ)

زموږ له ارشيف څخه: