1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني حکومت د مسلکي زده کړي يو پروگرام تصويب کۍ

۱۳۸۶ دی ۱۹, چهارشنبه

د جرمني حکومت د مسلکي زده کړي د ابتکارونو يوهراړخيز پروگرام تصويب کۍ...

https://p.dw.com/p/DKGP
انځور: picture-alliance/ dpa
د جرمني حکومت د مسلکي زده کړي د ابتکارونو يوهراړخيز پروگرام تصويب کۍ... پدې وسيله سره بايد تر ټولو دمخه د انجينرۍ او تخنيکي مسايلو په ساحه کي د مسلکي کسانو د کمبود سره مبارزه وسي. همدارنگه به د 100 زرو هغو کسانو دپاره د مسلکي زده کړي په خاطر د کار ځايونه پيدا او تمويل سي، چي ډيره وخته راهيسي په مسلکي کارځايو پسي گرځي .د هغو مؤسسو دپاره چي داسي کسانو ته چی د ډيره وخته بيکاره دي، او څوک ئې نه قبلوي، او دوئ ورته په خپلو مؤسسو کي د مسلکي زده کړي امکانات برابر کي ، د 4000 څخه تر6000 ايرو پوري جايزې په نظر کي نيول سوي دي .
د جرمني د ښووني او روزني وزيره انيټه شاوان دغه پروگرام ته د ځوانانو دتشدد او زور اخيستلو په مقابل کي د مبارزې د يوه قدم په سترگه گوري. خو د مؤسسو د خاوندانو او صنفي اتحاديو لخوا بيا هغه ته د شک په سترگه کتل کيږي.