1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني حکومت په برماکي سياسي بدلون غواړي

۱۳۸۶ اسفند ۸, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين ماير او د ده اندونيزيايي سيال حسن ويرايودا د برما د نظامي حکومت څخه غوښتي دي چي د دموکراسۍ په لور ژمنه کړي گامونه پورته کړي

https://p.dw.com/p/DKFw
د دې پروسې د پاره د ټولوگاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د چين د اولسي جمهوريت مرسته پکار ده
د دې پروسې د پاره د ټولوگاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د چين د اولسي جمهوريت مرسته پکار دهانځور: AP

شټاين ماير د اندونيزيا په پلازمېنه جگارتا کي د هغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير سره په کتنه کي په ډاگه کړه، چي جرمن او اندونيزيا په برما کي د بدلون راتللو ليوال دي

د دې پروسې د پاره د ټولوگاونډيو هېوادونو، په تېره بيا د چين د اولسي جمهوريت مرسته پکار ده. شټاين ماير دا هم زياته کړه چي په دې لاره کي به يوه ښه نخښه د سياسي بنديانو آزادونه وي.

د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير بيا د برما په اساسي قانون کي د بدلون راوستلو او هم په ٢٠١٠ميلادي کال کي د گڼ شمېر گوندونو په گډون د ټاکنو د ترسره کولو ښه هرکلی وکړ

نوموړي دې ضرورت ته هم اشاره وکړه، چي بايد برما د جنوبي آسيا د هيوادونو ټولني ته زياته راوهڅول سي