1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني خارجه وزير ويستروېله يمن ته رسيدلی دی

۱۳۸۸ دی ۲۱, دوشنبه

وسترويله په سعودي عربستان کي ويلي وه چي جرمني ديمن دثبات سره ډير علاقمن دی، اوبې ثباتي ديته فضا آماده کوي چي دغه هيواد دتروريسټانو په پټن ځای تبديل شي

https://p.dw.com/p/LQOP
د يمن جمهوررييس علي عبدالله صالح او د جرمني خارجه وزير ويستروېله
د يمن جمهوررييس علي عبدالله صالح او د جرمني خارجه وزير ويستروېلهانځور: picture alliance / dpa

وسترويله يمن ته له تلو څخه يووار بيا څرګنده کړه :

«که سړی اوس په مناسب وخت کي په رښتيانيو سياسي نوښتونو لاس پوري کړي نو له يوې خوا دغه هيواد ثبات ميندلي شي،اوله بلي خوابايد هغه انتظارونه څرګندشي، چي ديمن حکومت يي بايد ترسره کړي . په هغه صورت کي ددې امکان سته چي د اوسنۍ ودي اوپيښي چي مونږ په ډيري انديښني سره ورته ګورو بيخي خنثی شي، اويا په ښه لوري لارښونه ورته وشي . »

يمن دنړۍ دډيرو خوارو هيوادونو له جملې څخه دی او ورځ په ورځ بې ثباته کيږي . دکارپوهانو دوينا له مخي ددې خطر چي بيخي وران ويجاړشي هم شته . دغه هيواد په شمال کي دکورنۍ جګړي، په جنوب کي دبيلتون غوښتلو دفعاليتونو، دډيرزيات رشوت او اداري فساد، اود ډيري فعالي تروريستي ډلي پواسطه چي القاعده برلاس پکښي لري ،بيخي ټوټې ټوټې دي .

هغه نايجريايي سوء قصد کونکی چي دمسيحي اختر په ورځ يي په يوې امريکايي مسافر وړونکي الوتکي کي دچاودني دکولو ناکامه کوشش وکړ، ښايي په يمن کي دالقاعده لخوا روزل شوي وي . دامنيتي چارو کارپوهان دالقاعده هغه حجره چي په يمن کي ده، دنړۍ تر ټولو خطرناکه بولي .

يمن دالقاعده ددويم نسل نوی وطن بلل کيږي . دپوهي او سياست دانستيتوت دنژدي ختيځ کارپوه ګيدو شتاين برګ لدينه ډاريږي چي له يمنه څخه هم دويمه سوماليه چي دولت يې له هره نقطه نظره ناکامه دی، جوړ نشي . په هغه صورت کي به يې بيا بد عواقب ډير زيات وي .

شتاين برګ وايي :

« په لمړي سرکي داټولي ربړي چي په يمن کي شته دي سيمه ايزي او ځايي ربړي دي ، چي تراوسه يي پراخه بڼه نده نيولي . داوضعه به هغه وخت بدله شي چي ګاونډيو هيوادونوته دا احساس چي ګواکي دا دولت دنړيدو اوراپرزيدو په حال کي دی ، پيداشي . هغه وخت به بيا ډير هيوادونه هلته دخپلو علايقو دساتلو هڅه وکړي .

که ديمن دولت راوپرزيږي په هغه صورت کي به دسره سمندرګي اودعدن دخليج لارچي دنړۍ دسوداګرۍ اوتلو راتلو تر ټولو مهمي اولويي لاري دي ،په خطرکي ولويږي . دهمدې لپاره دبهرنيو چارو وزيروسترويلي يمن ته دثبات دبخښلو لپاره دنړيوالو هڅو غوښتنه کوي،او وايي :

«مونږ ديته تياريو چي دلندن دافغانستان دغونډي په څنډه کي پردې موضوع باندي هم خبري وکړو . زمونږ لپاره مهمه داده چي ديمن دولتي تاسيسات داسي پياوړي کړو چي دامنيت غم وخوړلاي شي .اوهمدغه ډول دجنايت کارانو او تروريستانو پر ضد اغيزناک اقدام وشي .

وسترويلي يمن ته دخپل ډير لنډ سفر په ترڅ کي دهغه هيواد له جمهوررييس صالح سره خبري کوي .دنژدې ختيځ کارپوه شتاين برګ پدي هکله وايي :

«ديمن لپاره ترټولو مهمه داده چي په ټول سياسي نظام کي بنسټيز اصلاحات راوستل شي ،. اودهيواد داخلي شخړي په تيره بيا ددغه هيواد دشمال دداخلي جګړې په پاي ته رسولوکي ونډه واخيستل شي .

داجګړه له مياشتو مياشتو دهوتي پاڅون کونکو او دحکومت ترمنځ روانه ده . اويو ځلي دګاونډي هيواد سعودي عربستان دپوځي مداخلي سبب هم شويده . يمن پرته له زور زياتي څخه هم دستر چلنج سره مخامخ دی . ددغه هيواد دپطرولو توليد مخ پر لږيدو دی . اولدې امله دولت په پوره اندازه پيسې په لاس کي نلري . سعودي عربستان په همدې نژدې تيروخت کي د 2ملياردوډالرو مرسته ورسره وکړه . بيله هغه به دنوموړي هيواد بودجه بيخي ويجاړه شوي واي . سربيره پردې يمن داوبو په رسولو کي هم ډيري زياتي ستونزي لري .

ګراټ وول/ رحيله اميري کتونکی

کتونکی : محمد قاسم نوري