1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ددفاع وزير په کندوس کښي د خپلو عسکرو څخه ليدنه کړيده

۱۳۸۹ تیر ۲۵, جمعه

هلته دی غواړي د آلماني پوځ په قرارگاه کښي د آلماني عسکروسره ددوی د خطرناکو عملياتو د ساحو په باب خبري وکي

https://p.dw.com/p/OMxp
انځور: DW

په تيرو هفتو کښي په کندوس کښي د آيساف قواوي په زياتيدونکي ډول سره د تندلارو طالبانو تر حملو لاندي راغلي دي .

ددفاع وزير پرون شپه دده دالوتکي د خرابيدو له کبله 16 ساعته وروسته په مزار کښي د آيساف او آلماني قواوو مرکزي قرارگاه ته ورسيدی .

نن سهار د جرمني ددفاع وزير د40امريکايي جنگي او لوژيستيکي الوتکو په هغه تسليمۍ حضور درلودی ،چه محلي آلماني قومندانۍ ته يې تسليموي.

Zu Guttenberg in Kunduz
انځور: DW

وروسته دی کندوس ته ولاړی. د آيساف د نوي امريکايي قومندان جنرال ډيويد پترويس سره د ګوټن بِرګ وختي پلان سوی ملاقات په دې خاطر چه دی ناوخته راورسيدی ، نور ممکن ندی .

د 9 مياشتو راهيسي چي ګوټن بِرګ ددفاع وزير سوی دی ، دا څلرم سفر دی چي دی يې افغانستان ته کوي.

دی غواړي د خپلو عسکرو په ليدنه کتنه سره تر ټولو دمخه هغو ته په خطرناکه عملياتو کښي ډير جرأت ورکي .

ددغه کال په جون کښي د 102 آيساف عسکرو په وژل کيدو سره په افغانستان کښي دونه خارجي عسکر وژل سوي دي ، چي د 2001 کال راهيسي په بله هيڅ مياشت کښي نه وه وژل سوي .

Angela Merkel Karl Theodor zu Guttenberg Kabinett Flash-Galerie
انځور: AP

په تير اپريل کښي په کندوس او بغلان کښي مجموعاً 7آلماني عسکرووژل سول.

ګوټن بِرګ افغانستان ته تر تگ دمخه ويلي وه ، چه په دغه دوبي کښي کيدای سي، نور آلماني عسکر هم په جنگو کښي ووژل سي.

په تيرو هفتو کښي په تکرار سره پر آلماني گزمو باندي چاودني تر سره سوي دي ، او د تندلارو طالبانو سره يې نښتي رامنځته سوي دي.

خو د امنيتي وضع پر خرابوالي سربيره آلمانی پوځ غواړي په دغه دوبي کښي د افغاني عسکرو روزني ته نور هم دوام ورکي.

Zu Guttenberg in Kunduz
انځور: DW

هغه يوازي په تيره فبرورۍ کښي د 4500 عسکرو څخه 5250 تنو ته لوړ سوي دي.

ګوټن بِرګ همدارنگه غواړي پوه سي، چي په آلماني پوځ کښي ددوو هوبيڅه 2000 ماډل ټانکونو دورکولو او په کار لويدلو څخه څه گټه رسيدلې ده.

هغه چه ده يې لږ وخت دمخه افغانستان ته د ليږلو تصميم نيولی ؤ. ددغو ټانکونو څخه اوله پلا تيره يکشنبه په يوه نښته کښي کار واخيستل سو.

Dpa / محمد قاسم نوري

ليدونکی : عارف وردگ