د جرمني د بهرنيو چارو وزير مراکش ته تللی
۱۳۸۹ آبان ۲۵, سهشنبهد جرمني د بهرنيو چارو وزير هلته په خپلو خبرو کي تر ټولو لومړی خبره داوه چي موږ خپلو دوستانو ته د زور د نه استعمال د پيغام رسول غواړو.
ويستر ويله ځکه دا خبره وکړه چي هلته د ډيرو وخت راهيسي د الجزاير او پوليساريو لانجې رواني دي.
د مراکش او الجزاير تر منځ روابط تر پخوا ډير خراب سوي دي. پر هغه باندي د ملګرو ملتو د کلونو کلونو منځګړيتوب او معاملې هم څه تأثير ندی کړی.
په دغو مذاکرو او خبرو کښي په منظم ډول سره د مراکش او صحرا د آزادي بخښونکي سازمان پوليساريو نمايندګان سره کښيني.
پوليساريو يو مستقل دولت غواړي، خو مراکش بيا هغه په هيڅ صورت نه مني. رباط د هغه په عوض صحرا ته د يوې خودمختاري سيمي د حيثيت ورکولو طرفداره دی.
په دغه پلان سره مراکش هيله لري، چي ددنيا او خصوصاً جرمني لخوا يې ملاتړ وسي. او خاصتاً اوس بيا چي جرمني د دووکلو دپاره د امنيت د شورا غړيتوب تر لاسه کړی. البته د مراکش په رايي سره هم.
د غربي صحرا په ارتباط ګيدو ويستروېله ددې څخه پرهيزوکی، چي د هغه په باب دريځ ونيسي.ځکه يې نو په دغه موضوع کښي د لغاتو په استعمال کښي د ډير احتياط څخه کار واخيستی.
د يوې غلطي کلمې استعمال کيدای سوای، ددواړو هيوادو پر ډيپلواتيکي مناسباتو خراب تأثير کړی وای.
د اقتصادي مسايلو په برخه کښي ويستروېله په وضاحت سره خبري وکړې. دی غواړي چه مراکش جرمني شرکتونه او توليدات وپيژني.هغه هيواد چي پکښي زيادتره د فرانسې اوهسپانيې شرکتونه فعاله دي.
مراکش په شمالي افريقا کښي د جرمني په کومک په دغه برخه کښي د ډيرو امکاناتو درلوونکی دی. جرمني په مراکش کښي د سولر د انرژۍ په پروژو کښي۴۰ مليونه ايرو سرمايه ګذاري کړيده.
ويستروېله د رباط څخه د ليدني پر وخت ۳ مليونه ايرو نوري هم د ځانه سره وړي دي، تر څو د مراکش سره د انرژۍ په برخه کښي همکاري نوره هم ډيره کي.
دوګې مارک/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل