1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند غونډه پای ته ورسېده

۱۳۸۸ آبان ۲۵, دوشنبه

دغه ګوندی غونډه دهغه تاريخی ماتی څخه وروسته وه چی دسپتمبر په پارلماني ټاکنو کي نومړي ګوند خوړلې او ډیرو ګومان کاو چی ښايی ددغه ماتي نه وروسته د المان دسوسیال ديموکرات په ګوند کي به ډیری لانجی رامنځ ته شي...

https://p.dw.com/p/KYFq
د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند مشر زيګمر ګابريل چپې خواته
د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند مشر زيګمر ګابريل چپې خواتهانځور: AP

په تيره بيا دګوند دځوانو او زړو غړيو ترمنځ خو نه داسی نه وه . په دغه ګوندی غونډه کی دزيګمار ګابريل په مشری نوی ګوندی مشران ټاکل شوی او دګوند نوي مشر دنوي پیل او نوی هأاو څخه خبری کړیدی . غوږ شی د بيتیناد مارکس درپوټ پښتو لنډيز ته:

دغي ګوندی غونډي دري ورځۍ دوام درلود . پهن دغه دري ورځو کی ګوندی استاذو پخوانيو غلطیو ته ګوته نیولی نوي موخی يي په نښه کړی به دی مانا چي په راتلونکی کي څه بايد وشی تر څو هغه غلطي او اشتباوی بيا تکرار نشی چی په تيرو ۱۱ کلونو کي شوی دي . هو دتيرو کلونو غلطيو ته په ډانګپيلی توګه ګوته نیول شوی مثلا دباير دایالت څخه راغلی ګوندي استاذی هرلاد اونفريد وايی چي

دګوند دمشر تابي دکړي څخه بهر هيڅکله دګوند غړيودانده منلی چی دتقاعد عمر دی ۶۷ ته زیات کړی شی ، هیڅ کله دګوند ډیرکی غړیو دا نده منلي چی دوزګاري او ټولنیزو مرستو په يو ځای کولو سره له کار څخه وزګار شوی کسانو ته يو کال وروسته هغه پیسی ورکړ شی چی دټولنیزو مرستو مستحًقینو ته ورکول کیږی ،دګوند ډیرکی غړيو هيڅکله دانده منل چی دآلمان داورګادی شرکت دی په شخصی شرکت بدل شی او هيڅکله دګوند ډیرکی غړيو دا نده منلی چي دآلمان عسکر دی افغانستان ته واستول شی...

دزياتو خبرو او تودو جرو بحثونونه ورسته ګوندی استاذو دا پریکړه وکړی چی دګوند دمشر تابي وړانديزومني . چي په دغه وړانديز یا طرحه کی دتيرو کلونو ډیری پریکړی په سوال کی راغلي دی . مثلا دتقاعد عمر ۶۷ کالو ته زياتول ، يا داچی په راتلونکی کی به بيا دشته منو ملونرانو څخه خاص ماليات اخيستل کیږی په تيره بيا په دی موضوع باندی دځوانو سوسيالستانو مشري فرانسيسکا دروزل ټینګار کړي :

راځی چي په رښتیا سره يو نوی ګام واخلو او په دی کارهمدا نن پيل وکړو . او په ډاګه سره داخبره وکړو چی مونږ غواړو دشتمنيو څخه خاص ماليات واخلو .

نه یواځي دګوند بهړ تګلاره کی نوښتونه راغلی بلکي دګوند دلارښونکو مشرانو په کړی کی هم نوښتونه راغلی دی . دآلمان په پخواني لوی اتلافی حکومت کي دچاپير يال دچارو وزير زيګمار ګابريل وروسته له دی چي دګوندی استاذو په وړاندي يي يوه جذابه وينا کړی ، نو په ډيرو زياتو رایو سره دګوند مشر په توګه ټالکل شوی . دګوند دلوي منشی په توګه ميرمن اندريا ناليس ټاکل شوی او دوی دواړه غواړی چی په راتلونکي کی په ګوند کی دننه دپخوا په پرتله زيات دديموکراسي داصولو رعایت وکړی . ګابريل وايی چي په راتلونکی کی به پریکړی له ښکته خوا څخه پيل کیږي . او دټولو نۍر ته به په پریکړو کي پاملرنه کیږی .

له همدی امله زه په دی نظر يم چی مونږ بايد هر کال ګوندی غونډه ولرو . او که کله چي ټاکنۍ نه وی نو مونږ به په ګوندي غونډه کی په سیاسی مسايلو باندی بحث او پریکړی کو . ګرانو ګوندی ملګرو مونږ چي اوس به پارلمان کی مخالف ګوند بلل کیږو ، بياهم مونږ دغه خبرو اوجروبحثونو ته اړ يو.

د آلمان په پارلمان کی دسوسيال دیموکرات دګوند دپارلماني ډلي مشر فرانک والتر شتاين ماير هم ددي ژمنه کړی چی دآلمان په اتحادی پارلمان کی به په کله سره دمخالف ګوند دسیاسی تګ لاري څخه ملاتړ کوي.

مونږ پخپل کار پيل کو او اوس ددي وخت رارسيدلي دی چي مخ په وړاندی نظر وکړو او مونږ بايد اوسنی اتلافی حکومت ، چي دمسيحي او ليبرال ديموکراتانو اتلافی حکومت دی ، پري نږدو چي هر څه يي زړه غواړي هغه وکړی.

دغونډی په پاي کی د ګوند ۸۲ کلن غړی ارهارد اپلر دګوند دهغه تګ لاري په هکله خبري کړی چی د ګودسبرګ دتګ لاري په نامه شهرت لری او پنځوس کاله تری تير شوی اپلر دګودسبرګ دتګلاري څخه نقل قول کوي او وايی چی .

آزادي او عدالت ديوبل سره اوبدل شوي غوښتنی دی اوز مونږ سوسیال دیموکراتانو ټوله فلسفه په دغه لنډه جمله کی نغښتي ده.

Marx, Bettina / Dresden/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل