1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د سوسيال ډيموکراټ ګوند يو نامتو غړی د ګوند څخه ايستل سوی دی

۱۳۸۷ مرداد ۱۱, جمعه

ولف ګنګ کليمينت، يو وخت يو ډير مقتدر سياست مدار بلل کيدۍ. دی د جرمني د ناردراين وست فالن، د ايالت صدراعظم او بيا وروسته، د اقتصادي چارو او هم د کار وزير وو

https://p.dw.com/p/EoNy
ولف ګنګ کليمينت
ولف ګنګ کليمينتانځور: AP

پرون دنارد راين وست فالن د ایالت سوسيال ډ يموکراټانودا پریکړه کړې چي ولف ګنګ کليمينت بايد دګوند څخه وايستل سي. په نارد راين وست فالن کي دسوسيال ډیموکراټانو حکم کمېسيون ددې پريکړي دليل دابللی چي دی د 2010 کال د اجندا يوډيرسخت پلوی دی او د بلي خوا يې دګوندي پیوستون داصلو څخه تيری کړی دی. دغه خبره د پنجشنبې په ورځ دنارد راين وست فالن په ايالت کي ددغه ګوند مشري، مېرمن هاني لوري کرافت کړې ده.

خود آلمان دنارد راين وست فالن، په ايالت کي دسوسيال ډیموکراټانو د ګوند دې پريکړي د ګوندپه دننه او د باندي کي ډير جرو بحثونه راپورته کړي دي.پخپله دنارد راين وست فالن په ايالت کي دسوسیال ډيموکراټ دګوند دپارلماني ډلي مرستيال Ludwig Stiegler دباير د راډيواو دPassauer Neuen Press په نامه ورځپاڼي سره په مرکه کي وايي چي دايوه ډيره غلطه پريکړه وه.

د ولف ګنګ کلیمينت مدافع وکيل چي د آلمان دننه دچارو پخوانی وزير اوتو شيلي، دی دSüddeutsche n Zeitung په نام ورځپاڼي سره په مرکه کي وايي چي.عملابه کليمينت دسوسيال ډموکرات له ګونده څخه څوک ونسي ايستلای او دغه پريکړه به له حقوقي پلوه بيرته رد کړل سي.

ولف ګنګ کليمينت
ولف ګنګ کليمينتانځور: AP

دSeeheimer په نامه د جرمني دسوسيال ډیموکراتانو دښی لاسو د ډلي ويانديو هانیس کارز د آلمان دتلوزيون دلمړي پروګرام سره په يوه مرکه کي ويلي چي.«کمه خبره چي ولفګنګ کليمينت د آلمان دهسن دايالت دپارلماني ټاکنو په وخت کي کړې وه يوه اشتباه وه دغه راز يوه خبره دټاکنو په بهيرکي ديوه ګوند غړی نه کوی.خو داسي غلطۍ کله ناکله کیږي خو له بله پلوه دابه ديوه ګوند پياوړيتوب وي چي پخپل کتار کي داسي کسان هم ولري چي په اصطلا داوبودبهير په خلاف هم لامبوکوي.»

کله چي د آلمان دهسن په ايالت کي پارلماني ټاکني وې، ولفګنګ کلیمينت په دغه ايالت کي دسوسیال ډيموکراټانودکاندیدي مېرمن آندريا ايپسي لانتي دانرژۍ پر سیاست باندي نيوکي کړي وې.

خود بلي خوا د آلمان دسوسيال ډيموکراټ دګوند ځیني نورونامتوغړو په تيره بیاکيڼ لاسو،ددغي پریکړي سر چي کلیمینت له ګوند څخه ايستل سوی تفاهم ښودلی.مثلا شلیسويګ هولشتاين په ايالت کي د آلمان دسوسیال ډیموکرات دګوند مشرهرمن شير وايي چي:«دا دخواشينۍ ځای دی چي داسي يوه پريکړه کيږي خو خبره داده،چي دهسن په ايالت کي دټاکنو په يوه حساس پړاو کي دګوند يو مهم غړی په اصطلا پخپله يو ګول وهي چي داکار به په يوه ګوند کي د زغملو وړ نه وي».