1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د يووالي صدراعظم هيلموت کول اتيا کلن سو

۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

د آلمان پخواني صدراعظم Helmut Kohl ته د هغه د زيږيدو د 80 مي کاليزي په مناسبت د خپل هيواد له دنني او بهر څخه د مبارکي پيغامونه ورکړ سوي دي....

https://p.dw.com/p/MmyT
د Kohl شعار دا وو، چې د اروپا يووالي او د دواړو لويديز او ختيزو آلمانونو يووالي په اصطلاح د يوې سکې يا پېسې دوه مخه دي
د Kohl شعار دا وو، چې د اروپا يووالي او د دواړو لويديز او ختيزو آلمانونو يووالي په اصطلاح د يوې سکې يا پېسې دوه مخه ديانځور: picture-alliance / dpa

په دغو پيغامونو کي له Kohl څخه د هغه يو سياستوال په توګه ستاينه شوي چي نه يواځي د آلمان د دو دولتونو بلکه د اروپا د يووالي لپاره خدموتونه نه هيريدونکي دي.

د آلمان جمهور رييس، Horst Köِhler په خپل پيغام کي وويل چي د آلمان اتحاد په حقيقت کي يو « سياسي شهکار» دی چي په هغه کي Helmut Kohl ستره ونډه لري. د آلمان لومړي وزيرAngela Merkel چي هغه هم د Kohl په څير د مسيحي ديموکرات د ګوند غړي ده او د آلمان له يووالي څخه مخکي په پخواني ختيځ آلمان کي ژوند کاوه او هلته ستره شو ده، په خپل ويدويي پيغام کي د آلمان د دغه پخواني صدراعظم او د پخواني ختيځ آلمان (DDR) د هغه وخت د دولت مشر Erich Hinecker په بن کي د 1987 کال ليدني کتني ته اشاره وکړه او وويل: « Helmut Kohl په هغه وخت کي ويلي ؤ چي د آلمان د يووالي لپاره د ولس هيله ژوندي ده او هغه لا مړه شوي نه ده. دغي يادوني د DDR اتباعو ته په هغه وخت کي نوي هيلي ورکړي.»

د نړي د نورو سياستوالو او مشرانو په ګډون د روسيي جمهور رييس Dmitri Medwedew د آلمان د پخواني صدارعظم Kohl ته د هغه د زيږيدو د 80 مي کاليزي په مناسبت د خپلي مبارکي په پيغام کي د دواړو هيوادونو د دوستي په اړيکو د هغه د نقش ستاينه وکړه او وويل: «د آلمان او روسيي اړيکي د هغه د هڅو په نتيجه کي يو نوي پيل پيدا کړ.»

د Kohl شعار دا وو، چې د اروپا يووالي او د دواړو لويديز او ختيزو آلمانونو يووالي په اصطلاح د يوې سکې يا پېسې دوه مخه دي. Kohl تر همدې شعار لاندې نه يواځې د آلمان د يووالي هڅې کولې بلکه د اورپا د يووالي هم.

هيلموت کول د صدراعظمۍ پر مهال په شرقي آلمان کي د يوه لاريون پرمهال په هګيو وويشتل سو. دی چي هر ځای تلی لومړی به يې له خلګو سره کتل وروسته د سياست متدارانو سره
هيلموت کول د صدراعظمۍ پر مهال په شرقي آلمان کي د يوه لاريون پرمهال په هګيو وويشتل سو. دی چي هر ځای تلی لومړی به يې له خلګو سره کتل وروسته د سياست متدارانو سرهانځور: AP

دې تاريخ پوه باور درلود چې: يواځې هغه وخت آلمانيان سره يو ځاي کېدلي شي، چې په دوو بلاکونو د اورپا بېلوالي له منځه يووړل شي. همدا شان د اورپا له يوالي سره، گڼ گاونډي لرونکي هېواد آلمان، د نيکمرغه راتلونکې چانس درلودلي شې. نو ځکه هغه نه يواځې د آلمان صدراعظم وو بلکه د اورپا د شريکې اورپا کارساز هم وو.

په ١٩٨٢ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې، کله چې ختيز او لويديز وسلې په لاس يو د بل پر مخامخ ولاړ وو، Kohl د آلمان د صدراعظم په توگه خپله لومړۍ تگلاره کې څرگنده کړه:

«د شريکې اروپا نظريې له پولو بهر خلک سره پخلا کړي او په اروپا کې يې د تل پاتې صلحې او آزادۍ بنسټ اېښي دئ. د يوې اورپا سياست تل د سولي او آزادۍ سياست وو او دئ.»

له هغه نه يو کال وړاندې د آلمان بل پخواني صدارعظم، هلموت شميت له ايطاليې سره په شريک دې ابتکار ته لاس کړ، چې اورپايي ټولنې څخه يوه سياسي ټلواله جوړه کړي. Kohl په هغه وخت کي وويل : «زموږ موخه به د اورپا سياسي يووالي پاتې کيږي».

له کومه ځايه چې د اورپايي ټولنې يو شمېر هېوادونو دا طرز عمل نه مانه، نو هم هغه وو، چې Kohl د فرانسې له مشر فرانسوا متران دا روغه جوړه وکوله، چې که څوک يې ورسره مني او که نه، دوي به د اروپا د يووالي په لار ځي. دا کار د دې لامل شو، چې په 1985 ميلادي کال کې ميلاند کې د اورپاي ټولنې سرمشريزې غونډې يوه پروسه پيل کړه، کومه چې په 1992 ميلادي کال د اورپايي ټولنې جوړونې او شريک بازار ته لاره همواره کړه.

هيلموت کول د شرقي او غربي آلمان تر يوځای کيدو وروسته په برلين کي د براندينک بورګاتور مخ ته
هيلموت کول د شرقي او غربي آلمان تر يوځای کيدو وروسته په برلين کي د براندينک بورګاتور مخ تهانځور: AP

هKohl هغه وخت هم د اورپا يووالي هېر نه کړ، کله چې د آلمان بېلتون پاي ته د رسېدو په حال کې وو او نوموړي د آلمان د بيرته يوځاي کېدنې د لومړي وزير په توگه ومنل شو.

Kohl دغي غونډي ته وويل: « گرانو ملگرو، موږ به له دې تاريخي فرصت څخه پوره گټه نه وي پورته کړې، که چېرته د آلمان او اورپا يووالي مو نه وي تر لاسه کړي، آلماني اورپايان او اورپايي آلمانيان جوړ نه شو. دا اشاره ښايي موږ ورکړو».

هغه وخت د اورپا پارلماني مشر او د کول گوندي ملگري هانس گرت پوترينگ دا لاس ته راوړنه داسې ستايلې ده:

«هلموت کول پوهېده، چې يواځې متحد آلمان نه شي کولي، په نړۍ کې د آلمانيانو او اورپايانو د علايقو نمايندگي وکوي. نو ځکه نوموړي تل د صلحې په منظور د يوې شريکې اوپا نظر درلود، تر څو د شلمې پېړۍ زورواکي رژيمونه او جگړې بيا تکرار نه شي. له دې کبله Helmut Kohl د آلمان د يووالي، د اورپا د يووالي او هم د سولي صدراعظم دئ.»

هلموت کول د آلمان د بېلتون له پاي ته رسېدنې وروسته، د اورپا د يووالي د پاره نه ستړي کېدونکي کوششونه کول. د ده د پاره د ډېر زيات اهميت وړهم په اورپا کې شريکه پيسه وه، او په دې اړوند څرگندوي. هغه وويل: «پېسو تل غټ رول لوبولي او نه يواځې د راکړې ورکړې وسيله وه. هغه تل د کلتوري هويت يوه برخه وه او وي به. همدا شان د سياسي او ټولنيز ثبات يو معيار.»

د وخت د غربي المان په پلازمېنه بن کي صدراعظم هيلموت کول د پخواني شوروي اتحاد د جمهورريس ميخايل سرګيويچ ګرباچوف او د غربي آلمان د بهرنيو چارو د وزير ګينشر سره د خوشالۍ پر مهال
د وخت د غربي المان په پلازمېنه بن کي صدراعظم هيلموت کول د پخواني شوروي اتحاد د جمهورريس ميخايل سرګيويچ ګرباچوف او د غربي آلمان د بهرنيو چارو د وزير ګينشر سره د خوشالۍ پر مهالانځور: AP

د 1989 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې هلموت کول د نه ټاکل شوي مگر هنوز عامل لومړي وزير په توگه د اورپايي ټولنې په سرمشريزه غونډه کې برخه واخيسته. په هغه کې ورته د جرگه شوو دولتي او حکومتي مشرانو لخوا داسې وياړ ور په برخه شو، چې يواځې د اورپايي يووالي بنسټ اېښوونکي جين مونت ته ورکړ شوي وو يعني د اورپا افتخاري وگړيتوب. په دې ارتباط کول خپله مننه کې وغوښتل:

«دا چې موږ، د نننۍ اورپايي ټولنې اورپايان، د هغو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړو، کوم چې په منځنۍ، ختيزه او جنوبي اورپا کې ځانونه اورپايان بولي. هغه چې په لسيزو لسيزو د کمونستي رژيمونو تر اداره لاندې ژوند ته مجبور وو، مگر په خپله ټوله روحيه سره، خپل ټول ژوند سره ځانونه اورپايان گڼي او اوس دې ټولنې ته د راتگ ليوال دي»

خو Kohl بايد په اندېښنه سره وگوري، چې نن ورځ د اورپا په ځينو برخو او حتي خپله آلمان کې د شريکې اورپا احساس ډېر کاواکه شوي دئ. همدا ډول هغه هيله چې د اورپا د وگړي په توگه يې د خپلې نومېدنې په مناسبت څرگنده کړه:

«زه د زړه له کومي هيله لرم، چې هغه څه، کوم چې اوس په اروپا کې طبيعي خبره گرزېدلي دي، د هغه چا د پاره چې سياسي مشرتابه ورپه غاړه کيږي، طبيعئ خبره نه وي. او سړي په دې پوه شي چې: دا يوه قيمتي متاع ده، يوه داسې متاع چې تصادفي نه ده لاس ته راغلې، بلکه د زيات شمېر کسانو د کار او هلو ځلو نتيجه ده.»

DPA/ محمد عارف وردګ/ باري حکيم

کتونکی. زيارمل