1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د پارلمان د لمړنيو انتخاباتوڅخه 60 کاله پوره سول

۱۳۸۸ مرداد ۲۳, جمعه

60 کاله دمخه رايه ورکونکو د نن ورځې برعکس فقط يوه رايه درلودل . په دغي رايي سره يې هم مستقيم په انتخاباتي حوزه کې خپل کانديد ټاکۍ او هم يې د گوندونو په سراسري ليستونو کې خپله رايه کارول ...

https://p.dw.com/p/JBbN
د جرمني د پارلمان مخته دمختلفو حزبو شعارونه
د جرمني د پارلمان مخته دمختلفو حزبو شعارونهانځور: dpa

انتخاباتي کمپاين او منډې ترړې هم په 1949 م کال کې د نن په پرتله بل ډول وې . انهء ماري رېنگر، چې هغه وخت د سوسيال دموکرات گوند د مشر کورت شوماخر يوه کارکوونکې او وروسته د پارلمان رئيسه وه، خپل خاطرات داسې بيانوي :

«موږ د انتخاباتو مِنجران يا لارښوونکي نه درلودل، بلکه انتخاباتي کمپاينونه به په محلي سطح تر سره کېدل او يا د انتخاباتو په حوزو او يا په آيالتي کچه . موږ هيڅ مالي امکانات نه دلودل څو دغسي لوی کمپاينونه پر پښو ودروو.»

ډېرو اتباع د اتحادي جمهوريت په تاسيس کې د آلمان د جلاکيدو له ژور کېدو څخه اندېښنه درلودل . خو بيا هم د 1949 م کال د اگست پر څوارلسمه نېټه د هروپنځو تنو څخه څلور مستحق رای ورکونکي په انتخاباتوکې برخه اخلي او خپلې رايې په صندقونو کې اچوي . په انتخاباتوکې د گډون اندازه په همدې ترتيب 78,5 فيصدو ته رسيږي . دا د نوي جمهوريت په وړاندې د اعتبار په معنا ده . د انتظاراتو پر خلاف سوسيال دموکرات گوند د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال گډ گوند يعنې اونيون په وړاندي د کونراد ادېناور په مشرۍ ماته خوري . ادېناور اوس نو د سوسيال دموکرات گوند په مقابل کښي خپله سياسي تگلاره تطبيقوي .

ادېناور داسي ويلي وه ، «پلان شوی اقتصاد او يا د سوسيال بازار اقتصادي نظام په انتخاباتي مبارزو کې ډېر مهم رول لوبولی دی . د آلمان ولس په لوی اکثريت سره پلان شوی اقتصاد رد کړی دی .»

ادېناور د اونيون، ليبرال دموکرات گوند FDP او د آلمان د محافظه کار گوند DP تر منځ يو اييتلاف جوړوي، چې استازي يې دی په يوه غږ د لومړني صدراعظم په توگه ټاکي .

په 1957 م کال کې اونيون يا د دواړو مسيحي گوندونو اتحاد مطلق اکثريت تر لاسه کوي ،او دبل ګوند ملاتړ ته نه مجبوريږي .

ورپسې د بېلابېلو گوندونو تر منځ همېشه ايتلافونه جوړيږي چې د 1961 کال د انتخاباتو راپدې خوا نور هيڅ گوند په يوازې ډول واک نه تر لاسه کوي . د سوسيال دموکرات ګوند د لومړني صدراعظم په صفت ويلي براند د يوې نوي اصلاح غوښتونکي «سوسيال ليبرالي » دورې مهم ټکي په يوه جمله کې داسې رانغاړي :

«موږ غواړو د ډيري دموکراسۍ جرئت وکړو.»

خو هغه لومړی وزير چې تر ټولو ډير وخت يې پر دغه دنده کار کړی دی، يو وار بيا مسيحي دموکرات گوند پوري اړه لري . هغه په له خپل وخت څخه مخکې ټاکنو کې په 1983 کال کې د لومړي وزير په حيث انتخابيږي ، او شپاړس کاله پر همدغه دنده پاته کيږي . يوازي په 1998 کال کې د ده حکومت ړنگيږي او د سوسيال دموکرات گوند کانديد گېرهارد شروېدر انتخابات وړي .

له 1983 کال راهيسې زرغون گوند هم راڅرگنديږي او يو نوی څلورم سياسي ځواک د آلمان پارلمان ته لار پيدا کوي . دغه گوند په 1998 کال کې د سوسيال دموکراتانو سره يو ځای يو څرگند اکثريت تر لاسه کوي . هېلموت کول د دې خبري پخلی په همدې ډول وکړ:

«موږ انتخابات وبايلل . ډېره څرگنده خبره ده چې سوسيال دموکراتانو او سور او زرغون ايتلاف انتخابات وگټل .»

گېرهارد شروير د لومړي وزير په توگه او ورسره يوشکه فيشر دزرغون له اړخه د بهرنيو چارو د وزير په صفت مقرر کيږي . وگړو شرورېدر ټاکلي و، خو خپل اعتبار ورڅخه بېرته اخلي .

په 2005 کال کې شرويدر هڅه کوي چې د وخت څخه مخکې په انتخاباتو کې د رای ورکونکو لخوا يو وار بيا انتخاب شي . خو دا وخت د مسيحي دموکرات گوند د نوې مشرې او د لومړي وزارت د کاندي انگېلا مېرکل دپاره يو ښه فرصت دی .

دې ويلي وه ،« ددغه گام په خاطر درته په درنه سترگه گورم، ځکه چې بله لاره نسته تر څو زموږ هېواد د سور او زرغون د يو څو مياشتو اوږدو کشمکشونو او د کار د نهء اغېزمنتيا له دورې څخه وژغورل شي . تر وخت مخکې مه خوشاله کېږئ .»

د مېرکل دغه خبره سمه خېژي . رایه ورکونکي شرويدر له قدرت څخه غورځوي اوتر اوو کالونو وروسته د شين او سرو ايتلاف راپرځيږي .

په لومړي ځل يوه ښځه تر ټولو مهمه سياسي چوکۍ نيسي . خو د مېرکل هغه ايتلاف ته چې د ليبرال دموکرات گوند سره يې غوښتل جوړ کي، په کافي اندازه رايي نه دي ورکول شوي .

په دويمه پلا په 2005 کال کې يو لوی ايتلاف د مسيحي دموکراتانو او سوسيال دموکراتانو تر منځ جوړيږي چې تر اوسه پوري په واک کې دی .

يوخين/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري