1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني راتلونکی خارجي او پرمختيايی سياست

۱۳۸۸ آبان ۵, سه‌شنبه

د جرمني راتلونکی خارجه وزير وېسترويله نوميږي ، چه د صدراعظمي انګيلا ميرکل په ايتلافي حکومت کښي د کوچني ګوند، يعني آزادو دموکراټانو- FDP د ګوند مشر دی

https://p.dw.com/p/KGHw
د جرمني نوی خارجه وزير د ايتلافي حکومت د تړون د معرفي کولو پر وخت
د جرمني نوی خارجه وزير د ايتلافي حکومت د تړون د معرفي کولو پر وختانځور: AP

دی د خارجي سياست په باب وايي،

«په خارجي سياست کي يوازي دتداوم خبره نده ،بلکه ځيني نوي پيلونه هم بايد وشي . »

داخبره ده د ايتلاف دتړون دمعرفي کولو پر وخت کي کړيده . خوکله چي سړی دايتلاف تړون مطالعه کړي ،ويني چي زيادتره داوسني سياست د دوام خبره پکښي راغلې ده .

دهغه اساسات لکه دپخواپه شان ثابت دي . اروپايي ټولنه او ناټو دالمان لپاره مهمي اتحاديې، اودامريکا له متحده ايالتونو سره نژدې اوله ملګرتيا څخه ډک مناسبات، اوله روسيې سره ښه ګډکار ورته مهم دی .

د ايتلاف په تړون کي د اسراييلو سره د جرمني دخاصو اړيکو يادونه شويده . او اعلام پکښي شويدی چي دتورو اوژيړو حکومت به په کلکه سره په سيمه کي د دوو هيوادونو دمنځ ته راتلو لپاره هڅي وکړي .

په اروپايي ټولنه کي دشمول لپاره خبري اتري بايده دي پرته لدې چي نتيجه يې حتمأ پدي ټولنه کي شموليت وي،وسي . په تيره بيا ترکيه په اتوماتيک ډول پدې ټولنه کي غړی کيدای نسي . د چين سره بايده دي دحقوقي دولت په هکله خبري اتري تشديدي شي، اوله ايران سره دهغه هيواد داټومي پروګرام په هکله خبروته دوام ورکړل شي . اوکه لازمه وي المان به دايران په وړاندي لاشديد بنديزونه له نورو سره په ګډه ولګوي .

که دنړۍ دامن جرګه کي کوم وخت سمښتونه راوستل شي اويا يې دغړيو شمير زياتيږي، دا هيواد به هم ددايمي غړيتوب دلاسته راوړلو لپاره هڅه وکړي .

پخواهم حکومت خپل خارجي سياست همداسي عنوان کاوه . نودډيروناڅاپه پريکړو انتظار بايده دي ونه ويستل شي . په تيره بيا چي لمړۍ وزيره انګيلاميرکل د جرمني په کابينه کي د خارجي سياست ددوام اودشخص په حيث دهغه دثبات لپاره عرض اندام کوي .

خوبيا به هم وېسترويله په ځينو مواردوکي مسايلوته نوې لهجه ورکړي . دی غواړي چي دهينس ديتريښ ګينچر په شان دآزادو ديموکراټانو دپخوانيوبرياليو بهرنيوچارودوزيرانو دپښې پر پله باندي ګام کښيږدي .

صدراعظمي انګيلا ميرکل او خارجه وزير ګويدو وېسترويله
صدراعظمي انګيلا ميرکل او خارجه وزير ګويدو وېسترويلهانځور: AP

د آزاد ديموکرات ګوند په تيره بيا دامنيت به برخه کي نوي پيلونه د ايتلاف په تړون کي ‌ذکرکړيدي .

وېسترويله پدې اړه وايي : «مونږ غواړوچي هغه وروستۍ اټومي وسلې چي لاپه المان کي ځای پر ځای دي، لدې هيواده څخه وويستلي شي . نودهمدې لپاره به مونږ پدې هکله د خپلو ملګرو سره هم وغږيږو . »

دلته مطلب له هغو 20 امريکايي اټومي بمونوڅخه دی، چي د جرمني په لويديزکي په ايفل کي ساتل کيږي . دا دشمالي اطلس ددفاعي تړون له بنسټيزو اصولو پر اساس دلته ځای پر ځای شويدي ، چي هستوي ونډه ښيي . پدې برخه کي وسترويلي ته دبارک اوباما دروازه خلاصه ده ،ځکه چي اوباما هم دهستوي بې وسلې کولو په پلو دی .

دآزاد ديموکرات ګوند به دلبنان په ساحل کي دملګروملتونو په خدمت کي دالماني عسکرو شمير چي د«اوني فل»په نامه يې ګمارلي دي ،پدي نيت چي دادنده نوره ختمه کړي، کم کاندي . ليبرال ګوند تل نژدي ختيځ ته دالماني عسکرو داستولوپر خلاف وو . ځکه چي ددوی په نظر دا دنده اغيزناکه نه وه .

دافغانستان په برخه کي د ايتلاف په تړون کي ډير نوی شی نسته . دتورواوژيړو حکومت غواړي چي په افغانستان کي دخپل پوځ ماموريت ته« د اوبدلي امنيت » تر عنوان لاندي دوام ورکړي . د ايتلاف په تړون کي له افغانستان څخه داوږدې اويا لنډي مودې په ترڅ کي دپوځ دايستلو په هکله څه ندي راغلي .

داچي دناټو دآيساف دپوځ تګلاره دراتلونکي لپاره سمه ده اوکنه، په يوه نړيوال کنفرانس کي به خبري ورباندي وسي . پدې خبرو کي به دافغانستان لپاره دالمان نوی استازی هم برخه واخلي .

د جرمني حکومت په پام کي لري چي دغه نوي استازي ته په ناټوکي له نورو ملګرو سره دهمغږۍ دمنځ ته راوړلو لپاره صلاحيت ورکړي .

نينا ويرک هويزر / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري